
اوباما + جهالت + تکبر= ابوجهل + فرعون
بسم الله الرحمن الرحيم
حافظ انور
د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم مقابله کې چې ابوجهل تر پآيه پاتې شو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ګټورو خبرو او عالمي ډاګيزه سپېڅلي اصولو يې په پنځلس کاله کې غوږ ونه ګراوه، او تر پايه پخپل خره سپور وه، د خپلې ګټې او زيان تشخصي يې ونشو کولای نو سبب له نامه څخه څرګند دی چې جهالت دی، همدا راز فرعون چې د موسی عليه السلام په ظاهري بی بضاعتی او د هغه د ملګرو په ضعف نظر وه، سره له الهي تائيداتو او غيبي نصرتونو له ظلم او وحشت څخه يوه لوېشت هم شاته نشو نو سبب يې ښکاره دی چې تکبر او غرور دی.
د دوی يادو دواړو جنابانو جهالت او تکبر تر ننه د هر چاپه زړه او ژبه ثابت دی او تر قيامته به د دوی د هلاکت دا دوه سببونه د هر چا تر غوږه کېږي، د اوبا ما هم د غرور حال دا دی ټول سوچ او نظر يې په مادياتو او پخپلو پرمختللو وسائلو دی، معنويات، انسانيت، اخلاق، نړيوال اصول، الهي قهر او غضب د مستکبرينو انجام او تاريخ ته يې هېڅ پآم او خيال نشته دی او د خپلو نوکرانو د نه صداقت له امله يې د سيمې او مقابل لوري په اړه د جهالت او ناواقفيت موده هم تر پنځلسو کالو واوړېده.
د ملا اختر محمد منصور د شهادت په مهال د امريکې صدر خوښي وښوده چې ګواګې دا کار ده وکړ او دا يې ځکه وکړ چې دا سړی صلحې ته لېوال نه و، د کابل د فاسدې ادارې ځينې پلورل شويو بې ضميرو چارواکو هم خوښي وښوده او زياته يې کړه چې که طالبان د صلحې پروسې سره يو ځای يعني تسليم نشي نو په نوبت به نور هم د امريکايي ډرون الوتکو په ذريعه په همدې سرنوشت اخته شي.
داسې معلومېږي لکه امريکا چې لا تر اوسه هم طالبان سم نه وي پېژندلي، امريکې د يرغل په مهال ګڼ اشتباهات درلودل په تېرو پنځلسو کلونو کې يو لړ خپل هغه اشتباهات په تدريجي توګه درک او اصلاح کړل چې له امله يې بې اټکله زيان، ستر فضاحت او په نړيواله کچه بې باوری سره مخ شوه چې په نتيجه کې يې هم مهاله ځينې خپل پلانونه نېمګړي پرېښودل، له ځينو څخه يو مخ لاس په سر شوه او څو ځله يې خپلې ستراتېژی ته تغير ورکړ، مګر داسې بريښي چې لااوس هم د ډېری اشتباهاتو په ګرداب کې ده.
د طالبانو د پاڅون له اصل مقصد، د اسلامي امارت د ترکيب له معيآر او د محوري پآليسی له څرنګوالی څخه اوس هم ناواقفه بريښي، که د امريکې په دې جهالت او کور دماغي سړی تعجب کوي نو د کابل په تالي څټو زيات تعجب په کار دی چې دوی خو بايد ډېر وخته د يادو څو مسئلو په اصل حقيقت پوه شوي وای او د ملګرتيا په مقتضا يې بايد خپل محسنين مېلمانه او ښاغلي راغلي هم پوه کړي وای.
هغه دا چې دوی اسلامي امارت هم يوګوند او تنظيم ګڼي، پر نورو سياسي يا غير سياسي احزابو يې ورقياس کوي لکه يو چا چې تنظيم جوړ کړی وي د ډېرې مودې په اوږدو کې يې ځينو خپلو خپلوانواو يارانو ته په بېلابېلو طريقو او يا حيلو قناعت ورکړي وي او پر ځان يې را ټول کړي وي او د تنظيم دغه سرمشر بيا دا خپل ملګري ټول په انحصار کې ساتلي وي نو چې تر کومه د دغو افرادو شخصي ګټې خوندي وي د ده ملګري به وي او يا چې کله د ګوند مشر له منځه ځي نو د افرادو ګټې اتومات له منځه ځي نو نظم نظام به سر خوري او هر څه باندې به د خزان باد را الوځي.
مګر اسلامي امارت خو داسې نه دی؛ ځکه چې کله ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله پخپله سيمه کې د يو يا څو تنو وحشي ظالمو قوماندانانو په خلاف حرکت پيل کړ او هغوی يې له منځه يووړل نو دا يې په حقيقت کې دې مبتکر معالج د هغه رنځ درمل پيدا کړل چې ټول هېواد ورباندې مبتلا وه، له هر ولايت، هرې ولسوالی، هر کلي او هر کمپ او مدرسې څخه طالبان، صالح مجاهدين او هدفمند قوماندانان او د دين او هېواد خواخوږي ور روان شول چې د دوی يوه هم له ملاصاحب سره تر دې د مخه تعارف نه وه د ملاصاحب په شا او خوا را ټول شول د هغه دا حرکت يې ځکه خوښ او تقويه کړ چې د ټول هېواد د ټولو ناخوالو همدا علاج وه او بس، نو دا په حقيقت کې يو پاڅون وه همدا وجه وه چې د هېواد د پلازمينې په شمول تقريباً ټول ولايات يې په لنډه موده کې له هغو مجهزو، مقتدرو،باتجربه ټوپکمارو څخه په زور ونيو چې کلونه پخپلو دغو سيمو مسلط پاتې شوي وو.
د امريکايآنو يرغل سره هغه داعيه لاتقويه او اغېز ناکه شوه چې پر اساس يې خلکو د شر او فساد په خلاف هر ډول مالي او جاني قرباني ورکړه؛ ځکه تر دې د مخه په هېواد کې يوازې ظلم او فساد وه د امريکايانو راتلو سره خو کفر، کفري نظام او کافران په اسلامي ټابوبي مسلط شول چې د ظلم او فساد په شمول د ټولو پليتيو د اسلام او افغاني پتمن کلتور خلاف توليدي فابريکه ثابته شوه او په هر مسلمان يې مقابله بې تردده فرض او ضرور دی.
اوس اصلي مطلب ته راځم هغه دا چې طالبان يا اسلامي امارت يو ګوند نه دی چې د يو تن مشر په له منځه وړلو سره له منځه ولاړ شي او يا يې هدف او مسير کې تغير راشي؛ ځکه په لومړيو مرحلو کې ملاصاحب سره يې ملګرو داسې بيعت نه وه کړی چې تر څو ته ژوندی يې او يا تر څو ته حکمران شې موږ به جهاد کوو، او يا د امريکا د اشغال په مهال يې داسې هوډ نه وه کړی چې موږ به جهاد کوو خو په دې شرط چې موجود اميران راته ژوندي وي،بلکې هوډ په جهاد وه چې تر څو مو سترو اهدافو تححق نه وي موندلی د اشغال په مقابل کې به خپل وس کاروو، د امير حيات او موجوديت له هغو اهدافو څخه نه بلکې د هغو د تر لاسه کولو لپاره يوه وسيله ده د هېڅ عاقل په نزد لازمی نه ده چې يوه وسيله دې تل د چا په اختيار کې وي، ځکه امير هم د هغې قافلې يوه برخه وي چې د قربانی ډګر کې شپې سبا کوي او ورځې بېګاه کوي نو لامحاله به د نورو ملګرو په څېر يوه ورځ ده ته هم طبيعي مرګ او يا شهادت رسېږي.
د اسلامي امارت جوړښت او تر چتر لاندې يې جهاد کول د مشخصو، مسلمو او څو ډاګيزه هدفونو لپاره دی چې هېواد څخه د کفر ريښې ايستل او په تبادله کې يې رښتينی اسلامي نظام پلي کول دي ، دا هدف که له جهاد پرته په خبرو اترو تر لاسه شي نو دا خو ډېره غوره ده که نه وي نو بيا له جهاد پرته د بل څه ګنجائش نشته، دا هغه حقه او ضرور هدفونه دي چې د اسلامي امارت متعلقين يې په هر حال کې خپل ځان باندې فرض ګڼي که هغه انفرادي وي او که په ډله ايزه توګه وي، وسائل لږ وي او که ډېر وي، نړيوال موافق وي او که مخالف وي د ځوان امير تر قيادت لاندې وي او که د سپين ژيري په مشری کې وي.
د اسلامي امارت د مشرانو د پيروی او له اوامرو يې د اطاعت هغه حال دی چې نظير يې څوک نشي په ګوته کولی، هر تن د خپل امير په اشاره هر ډول سر ښندنې ته چمتو دی، په دې باب کې نه د قيد او بند پرواه ورسره شته، نه د مال او سر د خطر ، نه د رتبې د له لاسه وتو او نه د اهل و عيال د پاتې کېدو، د هغوی د اوامرو د نه منلو او ځنډولو هېڅ تصور هم نشي کېدای، بلکې همزمان يې هر څوک د تعميل هڅه په ځان لازمي ګڼي، مګر ځينې خبرې بيا داسې دي چې که فرضاً امير يې وکړي او شدت و جديت هم پکې وښيي او څه فضيلتونه يې هم بيان کړي بيا هم په هېڅ صورت هېڅ فرد يې منلو ته تيار نه دی .
له کافرانو او يا هم د هغوی له نوکرانو سره د اسلامي نظام او جهادي اهدافو په سر معامله او يا د دوی په خوله د صلح له پروسې سره پيوستون او يآ په رښتيني تعبير له جهاد او اسلامي نظام څخه تېرېدل او هغوی ته تسليمېدل له همدغو خبرو څخه دی چې د اسلامي امارت هېڅ امير هم داسې حکم نشي کولای، که يې وکړي څوک يې هم ورسره نه مني بلکې دا ډول خبرې له اهدافو څخه د انحراف او د هغه د عزل مترادف دي.
الغرض: د امريکايانو او اوباما د شهيد ملااختر محمد منصور په شهادت د خوښی اظهار له دې خاطره چې صلحې ته يې غاړه نه ايښوده ځکه حماقت دی چې د اسلامي امارت هېڅ امير هم په دغه معنی صلحې ته غاړه نه شي ايښودی، او د يوه په اختيار کې هم نشته دي چې د شهيدانو، زخميانو، اسيرانو، کنډو، يتيمانو او متدين ولس ټولې قربانی په اوبو لاهو کړي، د جهاد او پرلپسې بې سارې قربانيو له سترو هدفونو څخه تېر شي.
امريکايان او د هغوی نوکران بايد دا دوه خبرې ټېنګې په غوږ کې ونيسي: يو دا چې طالبان په زعامت هېڅکه هېڅ ډول اختلاف نه لري او نه اختلاف کوي، دويم دا چې هر څوک يې زعامت لپاره وټاکل شي خپل شخصي نظر په خپلو ملګرو نشي تپلی د شرعي لوائحو له مخې به ټولګټو حقه اهدافو ته وفادار وي.
زه په دې باوري يم چې د اسلامي امارت هر وروستی زعيم به تر مختني هم د کافرانو دسيسو ته لا متوجه او په مقابل کې به يې د ټينګ دريځ څښتن وي او په دې هم ډاډه يم چې د مشرانو په شهادت سره به د امارت په مجاهدينو کې د تجربو د زياتوالي په استناد د اطاعت او قربانی له حيثه صف کې لا فولادي ټينګښت رامنځته کېږي لکه اوسپنه چې څومره وټکول شي لا پاکه، شفافه، پياوړې او ارزښتناکه شي. ان شاء الله.


