د غزني ګیلان او قره باع ولسوالیو کې د ملا اختر منصور په حق کې دعاګانې، ختمونه او د طالبانو له نوي مشرتابه سره بیعتونه وشول

کابل ټکی کام ۰۹غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له غزني ولایت څخه یوې خبري منابع کابل ټکي کام ته وویل، چې د دغه ولایت په ګیلان او قره باغ ولسوالیو کې سترې غونډې ترسره شوې، چې پکې ګڼو دیني عالمانو، د طالبانو نظامي قومندانانو، مسئولینو، دلګۍ مشرانو، قومي مشرانو او عامو خلکو ګډون کړی وو.
دغه خبري منابع وایي، چې په دواړو ولسوالیو کې د طالبانو د پخواني مشر فاتحه واخیستل شوه، او په حق کې یې ختمونه او دعاګانې وشوې.
په دغو غونډو کې دیني عالمانو او طالب مشرانو هر اړخیزې ویناوې هم وکړې، چې ټولې په اتفاق او یووالي څرخېدلې.
د دواړو غونډو په پای کې د طالبانو له نوي مشرتابه سره د غونډو ټولو ګډونوالو په یوه غږ سره د بیعت لاسونه پورته کړل، او د شیخ هبت الله اخونزاده سره یې بیعتونه وکړل، او ژمنه یې وکړه، چې په سختۍ او اسانۍ کې به یې په څنګ کې ولاړ وي.
د یادولو ده، د طالبانو د نوي مشرتابه له ټاکلو سره سم په ټول هېواد کې بیعتونه روان دي، هېڅ اختلاف ورسره نه دی جوړ شوی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button