
اوکراین: د بوډا کسانو په یوه پالنځي کې اور لګېدنې، ۱۷ کسان وژلي
کابل ټکی کام ۰۹غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د خبري رسنیو د خبر له مخې چې د اوکراین هېواد پلازمینې کییف ته څېرمه د بوډا کسانو د پالنې په یوه کور کې اور لګېدلی دی، چې له کبله یې اوولس کسان وژل شوي دي.
اور د یکشنبې پر سهار په دوه پوړیزه ودانۍ کې بل شوی دی، چې د ۳۵ کسانو پالنه پکې کېدله.
یو شمېر خبرونه وایي، چې د بېړنیو خدمتونو څانګو ۱۸ کسان له اور څخه ژغورلي دي، او پنځه سوه سوځېدلي کسان روغتون ته وړل شوي دي.
د اوکراین چارواکو د پېښې پخلی کړی دی، او ویلي یې دي، چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
د دغې پېښې په اړه د اوکراین چارواکو سختې اندېښنې څرګندې کړي دي.
د اوکراین لومړي وزیر ولادیمیر ګرویسمن دغه پېښه په خپل هېواد کې یوه ناوړه پېښه بللې ده، او زیاته کړې یې ده، چې دوی د وژل شویو کسانو له کورنیو سره په دغه غم کې ځان شریک بولي.



