حکمتیار د سولې تفاهم لیک لاسلیک کړی دی

کابل ټکی کام ۰۹غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ګلبدین حکمتیار ډلې ته نږدې سرچینو کابل ټکي کام ته وویل، چې مشر یې د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
سرچینې وايي، دغه هوکړه لیک څه موده وړاندې د حزب اسلامي او د افغان حکومت د استازو له خوا نهایي شوی وو.
د ګلبدین ډلې ته نږدو سرچینو دا هم وویل، چې حکمتیار د سولې په مسوده کې دوه ځایه بدلونونه راوستي دي.
«ښاغلي حکمتیار د ملي یووالي حکومت پر ځای د افغانستان اسلامي جمهوري دولت راوستی دی، او حکمتیار صاحب داسې یوه ضمیمه سند هم لاسلیک کړی دی، چې په اختلافي مسایلو کې د پرېکړې واک ولري، په اختلافي مسایلو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش، د نوي حکومت جوړښت او د ټاکنو اړوند مسایل شامل دي.»
حکمتیار د طالبانو د مشرتابه د وژل کېدو وروسته له طالبانو څخه وغوښتل، چې د ده سره دې یوځای شي، او سوله دې وکړي، مګر طالبانو یې په غبرګون کې هېڅ هم ونه ویل.
باید ووایو، کله هم چې حکمتیار د طالبانو په وړاندې څه ووایي، طالبان یې هېڅ ځواب هم نه کوي.
د یادولو ده، که د حکمتیار له لورې د سولې دغه هوکړه لیک لاسلیک شوی وي، په نږدې څو ورځو کې به حکمتیار په کابل کې څرګند شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button