د کابل ښاروالۍ دوه جګپوړي چارواکي د فساد په تور نیول شوي

کابل ټکی کام ۰۹غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د پلازمینې کابل ښاروالۍ دوه جګپوړي چارواکي یې له واکه د ناوړ ګټې اخیستو او اداري فساد په تور نیولي دي.
د کابل ښاروالي وايي، چې دغه دوه جګپوړي چارواکي تېره شنبه د کورنیو چارو وزارت د لویو جرمونو د مبارزې د پولیسو له لورې ونیول شول.
د دغو جګپوړو چارواکو په تعارف کې راغلي دي، چې یو تن یې د کابل ښاروالۍ مرستیال او بل یې رئیس دی.
د کابل ښاروالي ویلي دي، چې پولیسو د دوی د جرمونو معلومولو په اړه څېړنې پیل کړي دي، چې په نږدې ورځو کې به یې پایلې اعلان کړي.
د یادولو ده، چې څو کاله وړاندې محمد ظاهر او د ښاروالۍ مرستیال محمد فقیر بهرام هم له واکه د ناوړه ګټې اخیستو په تور نیول شوي وو، چې په درو کلونو بند محکوم شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button