
د ايمان مسائل (لسمه برخه)
ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د مسلمان تعريف
پوښتنه : د مسلمان تعريف څه دى؟.
ځواب : د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم له لوري د راوړل شوي ټول دين منونکى مسلمان دى، د دين اسلام هغه امور د کومو دخول چې په دين اسلام کې په قطعي تواتر سره ثابت عامو او خاصو ته معلوم وي، هغو ته د دين ضروريات ويل کيږي، د دين په دغو ضرورياتو کې له يوه څخه انکار کول يا په هغو کې کوم تاويل کول کفر دى او داسې کونکى کافر دى ([1]).
په کومو شيانو چې ايمان راوړل ضروري دي د هغو پيژندل هم ضروري دي
پوښتنه : کوم هلک يا کومه انجلۍ چې د مسلمان په کور کې پيدا شوى وي، نو په هغو باندې له بالغ کيدو وروسته تر ټولو دمخه د دين د ضروريات پيژندنه د کومو له امله چې انسان د مسلمانيدو حقدار کيږي ضروري دي، لکه د الله تعالى جل جلاله په وحدانيت، د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په رسالت او ختم نبوت باندې ايمان راوړل، کوم کس چې سره له عقله او بالغ کيدو دغه شيان زده نکړي او نه د همدغو شيانو زده کول ضروري وګڼي او يا د شرم کولو له امله د همدغو شيانو د زده کولو لپاره يو چا ته ورنشي، نو که چيرته يو څوک ترينه پوښتنه وکړي چې ته د چا په دين يې؟ ستا د دين نوم څه دى؟ او ته د کوم پيغمبر امتي يې؟ او د هغه نام څه دى؟.
نو په ځواب کې داسې ورته وايي : زه نه پوهيږم چې زما دين څه دى او زه د کوم پيغمبر امتي يم، او نه د هغه نام پيژنم، د هلکتوب په زمانه کې کوم ملا ته نه وم ورغلى چې دغه شيان مې ترينه زده کړي واى، او کله چې ځوان شوم نو د همدغو شيانو زده کول مې شرم او پيغور ګڼلو، آيا داسې کس ته چې مسلمان وويل شي نو د دې حقدار دى او که نه؟ او که چيرته خداى مکړه په همداسې حالت کې مړ شي نو په هغه باندې د جنازې لمونځ کيدلاى شي او که نه؟.
ځواب : له يوه امي سړي څخه په دې ډول د دين د ضرورياتو پوښتنه کول غلط دي، خامخا د هغه د کافر جوړولو کوښښ کول صحي نه دي، د پوښتنې صورت داسې پکار دى : آيا ستا د دين نوم اسلام دى؟ آيا ستا د پيغمبر نوم حضرت محمد صلی الله عليه وسلم دى؟ نو که چيرته هغه ځواب په هو سره ورکړ نو مسلمان ګڼل کيږي ([2]).
ايا عبادتونه او نيک عملونه هم په ايمان کې داخل دي
پوښتنه : آيا عبادتونه او نيک کارونه هم په ايمان کې داخل دي؟
ځواب : هو ! په ايمان کامل کې اعمال صالحه داخل دي، په اعمال صالحه ؤ سره په ايمان کې رڼا او کمال پيدا کيږي او له اعمال صالحه ؤ څخه پرته ايمان ناقص وي ([3]).
شريعت څه ته ويل کيږي
پوښتنه : له شريعت مطهره څخه مطلب څه دى؟ آيا دا کوم کتاب دى؟ که چيرته دى نو د چا تصنيف دى؟.
ځواب : الله تعالى جل جلاله چې کوم احکام بنده ګانو ته د حضرت محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم په ذريعه راليږلي هغو ته شريعت ويل کيږي ([4]).
د دين، حق او ملت تر منځ توپير
حق : ديته ويل کيږي چې د الله تعالى له جانبه حضرت جبرائل ته راغلى وي.
دين : هغه ته ويل کيږي چې له حضرت جبرائل نه حضرت محمد ته راغلى وي.
ملت : هغه ته ويل کيږي چې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم له لوري امت ته را غلى وي.
لنډه دا چې دوی ټول متحد بالذات او مغاير بالاعتبار دي، قوي حکم دا دى چې حق د باطل په مقابل کې وي او د هغه نسبت دين او ملت ته کيږي ځکه چې دين او ملت دواړه حق دي ([5]).
([1]) آپکى مسايل اور انکا حل، ١ : ٤٥، بحواله : درمختار، ج : ٤، ص : ٢٢١، باب المرتد، اکفار الملحدين، ص : ٢ – ٣، فواتح الرحموت شرح مسلم الثبوت، ص : ٦١١.
([2]) خير الفتاوى، ١ : ٧٣ – ٧٤.
([3]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه، ص : ١٦.
([4]) آپکى مسايل اور انکا حل، ١ : ٥٠، بحواله : التعريفات الفقهية من رسائل قواعد الفقه لمفتي محمد عميم الاحسان، ص : ٣٣٦.
([5]) تنوير المجاهدين، څلورمه برخه، عقيدوي مسايل.



