
د عراق فلوجه ښار کې داعشیانو ۱۰۰ تنه ځوانان تښتولي دي
کابل ټکی کام ۱۱غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
نړیوالو خبري رسنیو خبر ورکړی دی، چې د عراق فلوجه ښار کې داعشیانو ۱۰۰ تنه ځوانان په دې وجه تښتولي دي، چې ږیرې یې نه درلودې.
عراقي پوځيان دعوه کوي، چې د عراق د فلوجه ښار د نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي، او د سیمې ټول قومونه هم د دوی ملاتړي دي.
اوس هم په فلوجه کې جګړه روانه ده، د دواړو لوریو څخه کوښښ کیږي، چې تر خپلې ولکې لاندې یې وساتي.
په سیمه کې بې طرفه رسنۍ وايي، قومونه چې د داعش ډلې له ظلمونو تنګ وو، له عراقي امنیتي ځواکونو څخه یې ملاتړ اعلان کړی، او له همدې کبله داعشیانو د قومونو په مخورو د فشار راوستلو لپاره، د فلوجې ښار څخه څه د پاسه ۱۰۰ تنه ځوانان وتښتول.
یوه قومي مشر مجید الجریسي رسنیو ته ویلي دي، چې شاوخوا ۱۵۰ داعشیان یې سیمې ته ورغلل، او د خلکو پر کورونو یې چاپې واچولې، او څه د پاسه ۱۰۰ تنه ځوانان یې له ځانه سره بوتلل.
ښاغلي الجریسي وویل، چې داعش ډلې دغه ځوانان په دې جرم نیولي دي، چې ږیرې یې نه وې.
نوموړي وویل، څرګنده نه ده، چې داعش دغه ځوانان چېرته بېولي دي.
الجریسي همدا راز څرګنده کړه، چې داعشیانو د چاپې پر مهال خلکو ته ښکنځلې کړي دي، او د عراقي ځواکونو څخه د ملاتړ په تور یې وګواښل.



