ولايتي شورا: ننګرهار محبس کې بندیان له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۱ عبدالهادي همت
د ننګرهار ولایتي شورا وايي، چې د دغه ولایت په محبس کې بندیان بریښنا او روغتیا ته لاسرسی نه لري او له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.
د ولایتي شورا یو شمیر غړو پرون له ننګرهار محبس څخه لیدنه کړې او هلته یې د زندانيانو ستونزې لیدلي دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اصحاب ولي مسلم وایي، چې د یاد پلاوي ملتیا یې کوله، نن سهار رسنیو ته وویل، چې په محبس کې بندیان له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
هغه وویل، زندانيان بریښنا او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري او د روژې په راتګ ورته اندیښنې زیاتې شوې دي.
د ولایتي شورا دغه غړی وايي، د محبس بندیانو ورته دا شکایت هم کړی، چې مسوولین په ځانګړو فرمانونو کې د هغه چا په قید کې کموالی راولي، چې هغوی ته پیسې ورکړي.
د ننګرهار ولایتي اداره هم یادې ستونزې مني او ډاډ ورکوي، چې ډیر ژر به یې د حل په موخه ګامونه پورته شي. د یادونې وړ ده، چې په هیواد کې د بندیانو دا ډول ستونزې په وار وار د رسنیو مخې ته راغلي خو چارواکي یې یواځې د کاغذ مخې ته رسوي او بس، نه خو په ټول هیواد کې د زندانیانو ستونزې کمې شوې او نه يې په اړه چا جدي اقدام وکړ. همدا ډول د ډېری زندانیانو د بند موده پوره شوي وي خو څوک يې پاڼه هم نه اړوي.
د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي وویل، ولایتي شورا له والي سره یادې ستونزې شریکې کړي او هغه هم مسوولینو ته د ستونزو د حل لارښوونه کړې ده.
د یادولو وړ ده، چې د ننګرهار محبس بندیان ډیر کله د ورته ستونزو شکایت کوي او چارواکي یې د حل ډاډ ورکوي،خو لا هم د دغه محبس بندیان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.



