کابل ټکی کام ۱۱غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
نن د دولتي چارواکو له لورې خبر ورکړی شو، چې طالبانو په کندوز کې مسافرین ښکته کړي دي، او له ځانه سره یې بېولي دي.
د کندوز ولایت ویاند محمود دانش وايي، چې طالبانو تېره شپه د کندوز ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې له شپږو مسافر وړونکو موټرانو څخه مسافر چې له کابله تخار او بدخشان ته روان وو، ښکته کړل، او له ځانه سره یې بوتلل.
محمود دانش وویل، چې نیول شوي کسان ټول ملکي وګړي دي، چې د نیولو انګېره یې څرګنده نه ده.
د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد د حکومتي چارواکو دغه ادعا رد کړې ده، چې ګواکي نیول شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.
«وروسته له هغه چې ۳ عرادې ۳۰۳ بس موټر د مجاهدینو لخوا وپلټل شول، معلومه شوه چې په دغو موټروکې زموږ دمخکنیو معلوماتو سره سم (۲۶) تنه عسکر او پولیس چې له شخصي جامو او ملکي موټرو څخه يي استفاده کوله له اسنادو او شواهدو سره ونیول شول، ټول د ګوتو دعلائمو او نورو اسنادو له مخې وپيژندل شول، او باقي پاتې مشکوک ملکي خلک وروسته له پلټنې او پيژندنې بیرته خوشي شول.
د نیول شوو کسانو له جملې څخه ۶ تنو يې له مجاهدینو څخه د تيښتې هڅه وکړه چې ووژل شول، نور يې اوس هم زموږ سره بندیان دي.
داکسان ملکي خلک نه بلکې د کابل ادارې نظامي کارکونکي دي چې دشواهدو سره نیول شوي او په اړه يې دقیق استخباراتي معلومات موجود وو.»


















