کابل ټکی کام ۱۱غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه، چې د ملا رسول نومې ډلې یو ویاند عبدالمنان نیازی د خبریالانو پوښتنې ځوابوي، نوموړي د طالبانو پخوانی مشرتابه ملا اختر محمد منصور اخوند او نوی مشرتابه شیخ هبة الله اخونزاده په ناوړه اعمالو تورن کړ.
نوموړي د خبرو پر مهال وویل، چې دوی ډېر ملګري لري، او د یو شمېر کسانو نومونه یې هم یاد کړل، چې د نومونو په لېست کې یې مولوي عبدالحمید اخونزاده هم یاد کړلو.
مګر دا مهال مولوي عبدالحمید اخونزاده د عبدالمنان نیازي دغه خبره په کلکه توګه رد کړې ده، او د طالبانو پر پخواني مشرتابه ملا اختر محمد منصور اخوند یې خواشیني څرګنده کړې، او د طالبانو له نوي مشرتابه شیخ هبة الله اخونزاده سره یې بیعت اعلان کړی دی.
د مولوي عبدالحمید اخونزاده په لیک کې عبدالمنان نیازي ته د «اختطافګرو د بانډ مشر» خطاب شوی دی.
«باید ووایم تیره ورځ د اختطافګرو د بانډ مشر عبدالمنان نیازي له یو شمیر رسنیو سره مرکه درلوده نوموړي د خپل بانډ او ملګرو د زیات ښودلو په موخه په دروغو د یوشمیر کسانو نومونه یاد کړل چې ګواګي له دويسره ملګري دي،نومونو په دې لیست کې زما عبدالحمید اخندزاده نوم هم یاد شوی، زه دعبدالمنان نیازي دا خبره په کلکه ردوم دا یوه بې بنیاده ادعا ده زه د اسلامي امارت په تمامه معنی اطاعت کوم او هر خدمت ته یې لبیک وایم.»
د یادولو ده، وړاندې هم په خواله رسنیو کې یو خبر خپور کړی شو، چې پړه یې په اختطافګرو ور اچولې وه، بیا وروسته څرګنده شوه، چې دا کار د ملا رسول ډلې ترسره کړی دی.


















