د پاکستان د لومړي وزیر د زړه عملیات په بریالي توګه ترسره شول

کابل ټکی کام ۱۱غبرګولي/۱۳۹۵، هلال خاورې

د پاکستان فدرالي وزیر عابد شیر ویلي دي، چې د لندن په یوه روغتون کې د لومړي وزیر نواز شریف د زړه عملیات په بریالي توګه ترسره شول.

عابد شیر وویل، چې د نواز شریف د زړه عملیات د لندن په یوه شخصي روغتون کې په بریالي توګه ترسره شوي دي، او حکومتي چارې به په خپله پر مخ وړي.

نوموړي د عملیاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف پرون د ویډیویي تماس له لارې د خپلې کابینې مشري وکړه.

چارواکي وایي، د هغه روغتون نوم ځکه پټ ساتل شوی دی، چې د نواز شریف د زړه عملیات پکې ترسره شوي دي، تر څو د ده مینه وال د روغتون مخې ته راټول نه شي، چې له کبله به یې نورو ناروغانو ته ستونزې جوړې شي.

له نواز شریف سره په دغه سفر کې د پنجاب وزیر اعلی شهباز شریف او د هغه زوی حسین نوزا ملګرتیا کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button