ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د زکوة فرض کيدو شرطونه
پوښتنه : د زکوة فرض کيدو څو شرطونه دي؟
ځواب : هغه شرطونه دا دي!
(۱) مسلمان.
(۲) آزاد.
(۳) عاقل.
(۴) بالغ.
(۵) د نصاب څښتن کيدل.
(۶) نصاب به له خپل اصلي حاجت څخه زيات وي او له قرض څخه به هم خلاص وي.
(۷) له څښتن کيدو وروسته په نصاب يو کال تيريدل، دا د زکوة د فرض کيدو شرطونه دي!
د کافر، غلام، ليوني او نابالغ په مال کې زکوة فرض نه دی!
همدا شان که له يو چا سره له نصاب کم مال وي، يا دا چې مال د نصاب برابر وي مګر قرضدار هم وي، يا مال د کال تر تيريدلو پاته نشي نو په دې صورتونو کې هم زکوة فرض نه دی ([1]).
له يوه ښار څخه بل ښار ته د زکوة ليږلو حکم
ان الله قد فرض عليهم صدقة تؤخذ من اغنيائهم فترد علي فقرائهم( ([2]).
د همدغه حديث له ظاهر څخه معلوميږي چې له کوم ښار څخه زکوة واخيستل شي نو د همغه ښار په فقيرانو باندې دې مصرف کړى شي، کوم بل ښار او کلي ته دې نه ليږي.
د حنفيانو په نزد د زکوة او صدقاتو نقل کول (ليږل) روا دي، البته بهتره دا ده چې د يوه ښار له غنيانو څخه د زکوة له اخيستو وروسته دې د همغه ښار په فقيرانو باندې مصرف کړى شي، له ضرورت پرته يې بل ښار ته ليږل مناسب نه دي.
مګر که چيرته د بلې کومې سيمې فقيران د همغه ښار له خلکو څخه ډير زيات محتاج وه، يا د زکوة ورکونکي رشته داران (خپل خپلوان) په کوم بل ښار کې وو او هغوى غريبان او د زکوة مستحق وو نو هغه خپل زکوة ور ليږلى شي، بلکې په ور ليږلو سره دوه اجرونه ورکول کيږي، يو د قرابت او بل د صدقه، په دې شرط چې قرابت به د ولادت او د زواج نه وي، چونکه په همداسې صورت کې زکوة ورکول روا نه دي ([3]).
د شافعيانو په نزد د زکوة ليږل روا نه دي، او که چيرته وليږل شي نو نه يوازې دا چې د معصيت ارتکاب به وکړى شي بلکې زکوة هم اداء نکړى شو، البته که چيرته په همغه ښار کې کوم مستحق نه وه نو بيا يې ليږل صحي دي.
د امام مالک رحمه الله په نزد هم د زکوة ليږل روا نه دي، البته که چيرته وليږل شي نو له ارتکاب معصيت سره زکوة اداء کيږي.
شيخ الحديث مولنا زکريا رحمه الله فرمايلي لايجوز النقل عند الثلاثة ولو نقل اجزاء عند المالکية ولا يجزء عند الشافعية وعن الحنابلة روايتان( ([4]).
د همدغو حضراتو استدلال لومړى په همدې حديث سره دى )ان الله قد فرض عليهم صدقة تؤخذ من اغنيائهم فترد علي فقرائهم( همدا رنګه د عمر بن عبد العزيز رحمه الله اثر دى، هغه دا چې د هغه په زمانه کې له خراسان څخه د شام لوري ته زکوة ليږل شوى وه او هغه رحمه الله هغه بيا واپس بيرته خراسان ته وليږلو ([5]).
د حنفيانو استدلال د قرآن مجيد په دې آيت کريمه سره دى )انما الصدقات للفقراء والمساکين( ([6]) په دې آيت کريمه کې اصناف ثمانيه ذکر دي، يعنې فقر مسکنت وغيره، له دې پرته د کوم بل زائد امر اعتبار کول همدا ډول چې زکوة اداء نشو پرته له قوي حجت ثابتيدلاى نشي.
حالانکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د خلفاء راشدينو په زمانه کې د مختلفو سيمو او ښارونو زکاتونه په مدينه منوره کې يو ځاى کيدل او بيا له همدې ځاى څخه په فقيرانو او مسکينانو باندې ويشل کيدل ([7]).
د پورته ذکر شوي حديث ځواب دا دى چې همدغه بيان د افضليت لپاره دى او په دې باندې مونږ په خپله هم قائل يو، دويمه خبره دا ده چې په (فقرائهم) کې ضمير د اهل يمن لوري ته راجع نه دى، بلکې د فقراء مسلمين لوري ته راجع دى، لهذا په همدغه حديث باندې استدلال کول صحي نه دي ([8]).
او د حضرت عمر بن عبد العزيز رحمه الله د اثر ځواب دا دى چې هغه عمل په دې بنياد باندې نه وه چې زکوة اداء کيږي نه، بلکې هغه د خراسان د خلکو د رعايت په خاطر خراسان ته د زکوة د بيرته ليږلو حکم کړى وه ([9]).
يوه پوښتنه او د هغې ځواب
پوښتنه : که يو کس زکوة او فطرانه د خپل ښار مسکينانو ته نه ورکوي، بلکې ليرې ليرې يې ليږي، آيا داسې کول شرعاً روا دي؟.
ځواب : د دويم ښار لوري ته د زکوة ليږل مکروه تنزيهي دي، مګر که هلته کوم مسکين رشته دار وه يا د خپل ښار د مسکينانو په نسبت هلته کوم زيات حاجتمند وه يا ډير نيک وه، يا د ديني زده کړو طالب العلم وه يا بل ځاى ته په ليږلو کې يې د عامو مسلمانانو ډيره ګټه وه نو بيا هيڅ کراهيت نشته دى، بلکې د اهل قرابت حق د خپل ښار له مسکينانو څخه زيات دى ([10]).
همدا رنګه په فتاوى رحيميه کې ليکل شوي :
پوښتنه : د زکوة روپۍ بل ځاى ته ليږل کيدلاى شي او که نه؟.
ځواب : هر کله چې د بل ځاى خلک غريبان او محتاج وي، يا عزتمند يا خپل خپلوان وي او هغوى ضرورتمند وي، يا د همدغه ځاى خلک د ديني زده کړو په ترلاسه کولو کې مشغول وي نو هغوى ته د زکوة د روپيو په ورليږلو کې کومه خبره نشته، بلکې په ځينو وختونو کې زيات ثواب ورکول کيږي، که نيت خالص وه، په هدايه کې راغلي :
ويکره نقل الزکوة من بلد الي بلد وانما تفرق صدقة کل فريق فيهم الا ان ينقلها الانسان الي قرابته او الي قوم هم احوج من اهل بلده لما فيه من الصلة او زيادة دفع الحاجة( ([11]).
يوه پوښتنه او د هغې ځواب
پوښتنه : که د يوه کس عزيزان (خپل خپلوان) په کوم بل هيواد کې اوسيږي او هغه د زکوة مستحق وي نو همدغه کس هغوى ته زکوة ورکولاى شي او که نه؟.
ځواب : مثلا که د يو چا عزيزان (خپل خپلوان) په پاکستان کې وي نو په افغانستان کې اوسيدونکى کس د خپل زکوة روپۍ ورکولاى شي، هغوى ته په ورکولو سره يې زکوة اداء کيږي ([12]).
([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٨٢ -٨٣.
([2]) مشکوة المصابيح، حديث نمبر : ١٧٧٢.
([3]) معارف السنن، ج : ٥، ص : ٢٦٨ – ٢٦٩.
([4]) حاشيه بذل المجهود، ج : ٨، ص : ١٥١، باب الزکوة تحمل من بلد الي بلد.
([5]) المرقاة، ج : ٤، ص : ١١٩.
([7]) بذل المجهود، ج : ٨، ص : ١٥٢، باب الزکوة تحمل من بلد الي بلد.
([8]) معارف السنن، ج : ٥، ص : ٢٥٦، باب ما جاء ان الصدقة تؤخذ من الاغنياء.
([9]) نفحات التنقيح في شرح مشکوة المصابيح، ج : ٣، ص : ١٢٥ – ١٢٦، بحواله : المرقاة، ج : ٤، ص : ١١٩.
([10]) احسن الفتاوى، ج : ٤، ص : ٢٥٩، بحواله : الدرالمختار، ج : ٢، ردالمحتار، کتاب الزکوة، ج : ٢.
([11]) فتاوى رحيميه، ج : ٧، ص : ١٤٤، بحواله : هدايه اولين، ص : ١٨٨، باب من يجوز دفع الصدقات اليه وما لايجوز.
([12]) کفايت المفتي، ج : ٤، ص : ٢٨١، بحواله : هنديه، کتاب الزکوة، الباب السابع في المصارف، ج : ١، ص : ١٩٠.


















