پاکستان د افغانانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله

کابل ټکی کام ۱۳۹۵غبرګولی۱۲ عبدالهادي همت
پاکستاني ځواکونو د تورخم دروازه د افغانانو پر مخ تړلې ،چې دواړو خواوو ته په زرګنو مسافر اوبار وړونکي لارۍ موټر بند ولاړ دي او پاکستاني ځواکونه اجازه نه ورکوي، چې له کرښې بلې غاړې ته واوړي.
ځايي سرچينې وايي، چې پاکستاني ځواکونه د پولې له دواړو غاړو اوړېدونکو څخه پاسپورټ غواړي او افغان مهاجر کارت هم نه مني.
د کرښې دواړو لوريو اوسېدونکي او مسافر وايي، چې د پاکستان دغه پاليسي د سيمې خلکو او افغانانو په زيان ده او که د پاسپورټ په اړه د پاکستان اوسني چلن کې نرمي را نه شي، نو ټولو افغانانو په ځانګړې توګه ناروغانو ته به يې ډېر زيان واوړي.
په دې اړه د تورخم پولې شاوخوا اوسېدونکي وايي، چې د پاسپورټ غوښتلو سره به د کرښې دواړو لوريو ته د خلکو کاروبار هم زيانمن شي.
د یادونې وړ ده، چې پېښور کې سوداګر او ډاکټران هم د تورخم کرښې په تړل کېدو اندېښمن دي او وايي، چې له داسې سیاست سره د افغانانو په ګډون پاکستان ته هم زيان اوړي.
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، چې افغانستان او پاکستان ګاونډي هېوادونه دي او د داوړو ولسونو ترمنځ راشه درشه د نورو هېوادونو په پرتله ډېره ده او د پاسپورت شرطونه به د دواړو هېوادونو اړيکو ته زيان رسوي.
پاکستاني چارواکو څو ورځې وړاندې ويلي وو، چې د جون له لومړۍ نېټې وروسته به له پاسپورټ پرته د تګ راتګ لپاره چا ته اجازه نه ورکوي او نن يې دغه ژمنه پلې کړه.



