
د هند صدراعظم سبا افغانستان ته راځي
کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۴ عبدالهادي همت
د هند صدراعظم نریندرامودي به سبا د شنبې په ورځ افغانستان ته سفر پیل کړي، له دې ځایه به بیا قطر، له هغه ځایه په اروپا کې سویس او مکسیکو او د دغه هیواد ستر ګاونډي متحدو ایالتونو ته ۵ ورځینی سفر پيلوي.
ټاکل شوی ده، چې د هند صدراعظم مودي به سباپه هرات کې د سلما بند پرانسته کوي، دغه بند د هندوستان هيواد په مالي مرسته جوړ شوی دی، چې ۱۴میګا واټه برق تولیدوي.
هند د دغه بند د جوړولو لپاره ۳۰۰ ميليونه ډالره مصرف کړي دي.
افغانستان ته به د مودي دا دوهم سفر وي. دی تر دې وړاندې د تېر میلادي کال په وروستیو ورځو کې کابل ته راغی او د هند په مالي مرسته یې د افغانستان د ملي شورا لپاره جوړه شوې ودانۍ پرانسته وکړه.



