
کلنټن: ډالډ ټرمپ د امریکا او نړۍ په اړه هیڅ نه خبر دی
کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۴عبدالهادي همت
هیلري کلنټن د کالیفورینا ایالت د سنډیګو په ښار کې د بهرنۍ پالیسۍ په هکله د وینا پر مهال وویل چې ” ټرمپ امریکا او د نړۍ په اړه هیڅ ندی خبر” او زیاته یې کړه: که یو څوک ټرمپ ته لږ تکلیف هم ورکړي نو کیدای ټوله امریکا په جګړه کې ښکیله کړي.
د دیموکرات د ګوند مخکښه کاندیده هیلري کلنټن وایي چې ډانلډ ټرمپ د جمهوري ریاست لیاقت یې نه لري او دا يې د سپينې ماڼۍ لپاره خطرناک وباله. کلنټن وویل چې د جمهوري ریاست مقام خورا زیات علمیت، مسؤلیت او ثبات ته اړتیا لري او ډانلډ ټرمپ د دغه ډول مزاج څښتن نه دی.
هیلري کلنټن وویل چې ټرمپ داسې یو شخص دي، چې هیڅ وخت باید د اتومي وسلو کوډونه په لاس ورنکړل شي.
ډانلډ ټرمپ بیا په ټویټر پاڼه کې د کلنټن ځواب ویلی هغه یې ” مکاره هیلري کلنټن” وبلله. ټرمپ همدارنګه لیکلي دي چې، دروغجنه هیلري کلنټن زما د بهرنۍ پالیسې په هکله ناسمې خبرې کوي.
د امریکا ولسمشرۍ ته د مقدماتي ټاکنو په لړ کې د دیموکراتانو لخوا هیلري کلنټن او جمهوري غوښتونکو لخوا ډالډ ټرمپ د احتمالي کاندیدانو د مخکښو نوماندانو په لړ کې دي. ویل کیږي چې ډالډټرمپ په یوه وینا کې ویلي وو چې مسلمانان له امریکا کرکه لري، دې خبرې په امریکا کې دده پرخلاف یو لړ غبرګونونه هم راپارولي وه، ده په یوه خبري وینا کې دا هم ویلي وو چې، چین د نړۍ په تاریخ کې د لویې غلا مسوول دی.
د امریکا د متحده ایالاتو د استازو د مجلس رئیس پال راین په رسمي ډول د جمهوري ریاست د مقام لپاره د جمهوري غوښتونکو د ګوند د احتمالي کاندید ډانلډ ټرمپ سره خپل ملاتړ څرګند کړ.
پال راین کوښښ کوي چې د نومبر په میاشت کې د جمهوري ریاست په عمومي انتخاباتو کې خپل د جمهوري غوښتونکو ګوند یو موټی کړي.ډ انلډ ټرمپ او پال راین تیره میاشت په واشنګټن کې سوه وکتل او راین د غونډې نه وروسته وویل چې د ټرمپ د خبرو نه خوښ دی.



