سرپل کې ۱۷ تښتول شوي مسافر خوشې شوي دي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۴ عبدالهادي همت

سرپل والي محمد ظاهر وحدت وايي، د چهارشنبې په ماښام د ده مرده په كلي كې اووه لس تښتول شوي مسافر خوشې شوي دي.

د سرپل والي وايي، چې وسله والو طالبانو دوه ورځې وړاندې د سانچارک ولسوالۍ له ده مرده کلي څخه ۱۷ تنه مسافرتښتولي وو، چې تېره شپه اته بجې خوشې او خپلو كورونو ته ستانه شول.

دغه مسافر، چې له دوه موټرو راکوز کړای شوي وه د ځایي خلکو په منځګړیتوب خوشې شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د تېرې سې شنبې په ورځ هم ۱۷۵مسافر په كندوز ولايت كې د وسله والو طالبانو له لوري تښتول شوي وو، چې له تفکیک وروسته۱۵۰ تښتول شوي مسافر خوشې شول او   ۱۲ تنه يې چې د کمانډو او نظم عامې عسکر وه ترې وژلي، او پاتې کسان اوس هم د طالبانو په ولکه کې دي.

د يادونې وړ ده، چې د سرپل د سانچارك _ بلخاب لاره له شپږ مياشتو را په ديخوا د وسلوالو طالبانو په كنترول كې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button