
د روس خلک امریکا تر ټولو خطرناکه دښمن بولي
کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۴ عبدالهادي همت
په روسیه کې د لیوا د مرکز څېړنې یوه نظر پوښتنه کړې، چې د روسيې وګړو په فکر دوست او دښمن معلوم کړي، چې په یاده نظرپوښتنه کې روسانو خپل ستر دښمن امریکا بللی ده.
د روسيې د «ويدېمستي» ورځپاڼې د «ليوا» د مرکز د څېړنې پر بنسټ ليکي، چې په يوه نظر پوښتنه کې، ۷۲ ٪ سلنه روسي برخه اخیستونکو امريکا د دوی لوی او لومړی درجه دښمن بللی دی.
په یاده نظر پوښتنه کې ۴۸ ٪ سلنه وګړو اوکرائين خپل دښمن بللی او ۱ ٪ سلنه وګړو ترکيې ته د دښمن په سترګه کتلي.
يادې ورځپاڼې د پر د روسيې خلک امريکا، ترکيه او اوکرائين تر ټولو زيات خطرناکه دښمنان بولي.
همدارنګه په یاده نظر پوښتنه کې روسانو خپل ښه دوست هم پلټلی، چې۵۰ ٪ روسانو بیلاروسیه خپل تر ټولو ښه دوست بللی او ۳۹ ٪ روسانو قزاقستان ته د دوستۍ رایه ورکړې ده، چې ۳۴ ٪ روسي وګړو چین خپل ښه دوست بللی.



