پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

که غواړۍ چې ښکلي شۍ لیمو وخورئ

محمد افغان نشرونکی: محمد افغان
جون 3, 2016
کټګوریانې: خبرونه, روغتيا
0
20
ځلې شریک شوی
247
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه ابوالمنصور حقاني

د پوستکي د ښکلي کولو لپاره تروش لیمو پریمانه کیمیاوي مواد لري، چې د پوستکي په روغتیا سربېره د تازه ګۍ، ځوانۍ او قوي کېدو باعث هم ګرځي.

دا هم ولولئ

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

 لیمو د پوستکي د زړېدو او ګونځې کېدو مخنیوی کوي او پر مخ د تورچکه لیکو د پاکوالي لپاره د شپې لخوا د لیمو اوبه پرمخ وموښئ او تر سهاره یې همداسې پرېږدئ. که د لیمو اوبه له ګیلسرین سره یو ځای شي، نو ترلاسه شوی مخلوط د پوستکي د ګونځو له منځه وړو لپاره ښه نسخه ده.

 که غواړئ چې ویښتان مو ښکلي شي، نو د لیمو یوه اندازه اوبه له یخو اوبو سره ګډې کړئ او ترلاسه شوی ترکیب په ویښتانو وموښئ، تر یو څو دقیقو وروسته ویښتان ووینځئ.

د لیمو اوبه که چېرې په وچ پوستکي وموښل شي، نو د پوستکي وچوالی له منځه وړي او که پښې یا څنګل مو چاودې شوی وي، نو د لیمو اوبه یې بېرته عادي حالت ته په ګرځولو کې له تاسو سره مرسته کوي.

 همدا ډول ډاکتران وایي، د ستړیا له منځه وړو لپاره هم لیمو کافي شافي نسخه ده، په ځانګړي ډول کله چې په سړه هوا کې ښه ستړي شوۍ، نو پښې مو د یو څو دقیقو لپاره په ګرمو اوبو کې کېږدئ، تر را وېستو وروسته هره پښه د نیم لیمو په اوبو غوړه کړئ، پدې سره به مو پښې هم ښکلې شي، بد بوی به یې هم له منځه ولاړ شي او ستړیا به یې هم رفع شي.

 په لیمو کې ویټامین سي، د ویټامین بي ډلې او یو شمېر نور معدني مواد لکه پتاشیم، مګنیزیم او ځینې نور شته دي.

 د سفر پرمهال که کله هم د یوې سیمې په اوبو شکمن شوۍ، چې له څښلو یې راته څه ناروغي پیدا نشي، نو وړاندې پکې د لیمو یو څو څاڅکي اوبه وڅڅوئ، د اوبو ټول مکروبونه به یې ختم شي ځکه چې  لیمو د مکروب ضد خاصیت هم لري.

 تروش لیمو نه یوازې ستاسو ظاهري ښکلا ته ګټه لري، بلکې روغتیا ته مو هم ګټه لري او له ډلې به یې په ځینو دلته بحث وکړو.

 لیمو پخپل ترکیب کې ځینې کیمیاوي مواد لري، چې د یو شمېر ناروغیو او مکروبونو ضد خاصیت خپلوي او له منځه یې وړي.

 هغوی چې په مثانه کې تیږې لري، نو لیمو دې وخوري او همدا ډول د زیړي ناروغۍ لپاره هم ګټور ثابت شوي دي.

 په ورته وخت کې د چاغۍ ضد خاصیت یې بیا له هغو سره مرسته کولای شي، چې له زیات وزن څخه ځورېږي. که د زړه بدوالي، اشتها نه لرلو، زیړی، د وینې کموالی، په هاضمي سیستم کې ستونزې یا کلمو درد لرۍ، نو لیمو وخورئ.

 څوک چې د وینې له لوړ فشار څخه ځورېږي، نو تروش لیمو دې وخوري، ځکه پکې شته (فیبر مواد) د وینې د فشار په کمولو کې مرسته کوي.

 که مو کله ستونی په درد شو، نو په نیم ګیلاس تړمو اوبو کې د لیمو اوبه ورګډې کړئ او غړغړه یې کړئ د ستوني درد به مو ورک شي. همدا ډول د لیمو مکروب ضد خاصیت یې د زکام د مکروبونو په وژلو کې هم مرسته کولای شي.

 لیمو د غاښونو له سپینولو سره هم مرسته کوي. همدا ډول د وریو د کلکوالي او وینې کېدو په مخنیوي کې هم رول لري.

 تروش لیمو د هډوکو د ورستېدو مخه نیسي. همدا ډول د کولمو، معدې او رحِم داخلي ناروغیو په درملنه کې هم له مېرمنو سره ډېره مرسته کولای شي.

 که کله مو پوزه وینې شوه، نو پنبه یا مالوچ د لیمو په اوبو کې لوند کړئ او د پوزې په سوريو کې یې کېږدئ، وینه به یې بنده شي.

 هغوی چې د حافظې له کمزورۍ شکایت لري، نو تروش لیمو ورسره د حافظې په قوي کېدو کې مرسته کوي. په یو پاک دستمال د لیمو څو قطرې اوبه واچوئ او بیا یې بوی کړئ، حافظه به مو ورسره ښه شي.

 د سر درد د له منځه وړو لپاره هم د لیمو ګټه ثابته شوې، کله مو چې سر درد کاوه، نو د چای یا قهوې په ګیلاس کې د یوه لیمو اوبه ور واچوئ او و یې څکئ، سر درد به  مو ښه شي

مخکینې مطلب

ټرمپ وايي، کلېنټن باید زندان ته ولاړه شي

بل مطلب

د سلما بند پرانیستنه به سبا د غني او مودي له خوا وشي

ځانګړي مطالب

افغانستان

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
افغانستان

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
خبرونه

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
افغانستان

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com