د سلما بند پرانیستنه به سبا د غني او مودي له خوا وشي

کابل ټکی کام ۱۴غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

سلما بند د هرات د ختیځ په ۱۶۰ کیلومترۍ کې د چشت شریف په ولسوالۍ کې واقع دی، چې د هند حکومت د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال له افغانستان سره د جوړېدو ژمنه کړې وه، خو بدبختانه د غويي کودتاه یې مخه ډب کړه، چې د دغه بند په پرانیستنه کې ستر خنډ جوړ شو.
د هغه بند پرانیستنه به سبا د شنبې پر ورځ د غني او مودي له خوا وشي، چې پر افغانانو یې څلوېښت کاله انتظار وباسه.
د سلما بند کار بشپړ شوی دی، او سبا شنبه به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي دغه دویم سفر دی، چې افغانستان ته یې کوي، په لومړي سفر کې یې د ملي شورا ودانۍ پرانیستله، او اوس د سلما بند د پرانیستنې لپاره راغلی دی.
باید ووایو، د ملي شورا ودانۍ ټول مالي لګښت د هندوستان له خوا ورکړل شوی وو.
ولسمشر غني نن هرات ولایت ته په دې موخه تللی دی، چې سبا د سلما بند پرانیزي، او همدا راز د هرات ولایت یو شمېر ستونزې وڅېړي، او د هغې حل لارې راوباسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button