ولسمشر لندن مېشت افغانان يادوي، خو په هېواد مېشتو خاورې اړوي

سرليکنه

تيره ورځ  د برتانيې د دفاع  وزير مايکن فالن افغانستان ته  په  يوه رسمي سفر راغلى و.

فالن چې له سفره ېې اصلي موخه په افغانستان کې د برتانيي حضور او د افغانستان سره په دوامداره توګه د برتانيې په مرستوټينګار و، د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله سربیره ېې د يو شمير پوځي  جنرالانو سره وليدل .

د فالن په سفرکې ولسمشر ته دوه ګټې په لاس ورغلى، يو په لندن کې ميشتو افغانانو په اړه دبرتانېې د سفير سره تفصيلي بحث او دويم په افغانستان کې دروان سخت امنيتي حالت څخه د فالن له نږدې څخه خبريدل .

اشرف غني د فالن سره په خبرو کې لومړى په برتانيه کې د قانوني اوغير قانوني افغانانو په اړه د برتانيي د دفاع  وزيرڅخه وغوښتل، چې دمخه به اروپايي هېوادنو يوشمير افغانان په زور له هېوادونو راویستل، خو اوس مو له ځینو اروپايي هېوادونوسره په بهر ميشتو افغانانو په اړه په زور د نه را ایستلو هوکړې لاس ليک کړي دي.

اشرف غني د برتانيي ددفاع وزير څخه وغوښتل، چې په لندکې د ميشتو افغانانو پوره درناوى وکړي او د امکان ترحده افغانانو ته په لندن کې د اوسيدو زمينه برابره کړي، ترڅوچې مو په هېوادکې حالات د ډاډ  وړ ګرځي، تر هغې بايد برتانيه د افغانانو سره په اوسيدنه کې اخلاقي مرسته وکړي.

په برتانيه کې د افغانستان، پاکستان، عراق، ايران او ارټريا د هېوادونو پناغوښتونکي مېشت دي، چې افغانان څه په قاچاقي او څه په قانوني توګه ورغلي دي، خو په هيوادکې د روانو نا امنيو له امله د درې کلونو راپه دېخوا اروپايي هېوادونو ته د افغانانو ورتګ زيات شوی دي.

په اروپايي او نوروهېوادونوکې د افغان کډوالو په اړه سپارښتنې ښه خبره ده اما دا په افغانستان کې، چې له نوروهېوادونو راستانه شوي کډوال په سرو غرمو کې ژوندکوي او د ژوند تيرولو هيڅ وسايل نه لري، پر دوی هم خاورې اړول نه دي پکار، په لکونو راستانه شوي کډوال د افغانستان په دښتوکې ژوند کوي، ايا دوی په دغه هېواد کې دسالم او هوسا ژوند حق نلري چې ولسمشر ورته  له نوروهېوادونو مرستې وغواړي؟

دو ې   سره دومره مرستي وشي، چې يواځې ژوندي پاتې شي.

دویمه ګټه اشرف غني د برتانوي دفاع وزير له ليدنې څخه داوکړه، چې  د٢٠١٧ ميلادي کال وروسته ېې د افغانستان سره د مرستو ژمنه تازه کړه، د افغانستان سره نور هېوادونه  هم مرستې کوي، دا دی د هند صدراعظم افغانستان ته د سلما بند د پرانستو  غونډې لپاره را روان دی، هند د افغانستان سره  نظامي او اقتصادي مرستې کوي، خو اشرف غني ته تر هر څه لومړى په داخل د هېواد کې د راستنو شویوافغانانو په اړه د ژوندتېرولو  فکرپکاردى.

مونږ په برتانيه کې د مېشتو افغانانو د ژوند د ښه کولو مخالفت نه کوو، خو دا وايو چې په داخل د هېواد کې دې د افغانانو په ژوند په بې غورۍ سره خاورې نه اړول کيږي .

دوی چې له نوروهېوادونوخپل هېواد ته راستانه شوي په خپل هېوادکې هر ډول مرستې ته اړ دي او په لومړي قدم کې بايد هېواد ته د راستنو شویو افغانانه په اړه د ژوند د اسانتياو د برابرولو قدم پورته کړل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button