طالبانو د کندز ښار مرکزي چوک ته ورسېدل
کابل ټکی کام ۰۶میزان/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د کندز ولایت له ښار څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې طالبانو دویمه درېیمه او پنځمه حوزه په مکمله توګه نیولې ده.
ځایي خلک وايي چې د امنیتي ځواکونو مړي په سیمه کې پراته دي، او طالب وسلوالو ته ګڼ شمېر موټر، نظامي وسایل او نور ګڼ شمېر مهمات لاسته ورغلي دي.
د یو نا تأیید شوي راپور له مخې چې طالب وسلوالو د کندوز مرکزي زندان محاصره کړی دی.
نور جزئیات وروسته…



