طالبانو په روزګان کې ۱۱سرتیري وژلي او ۱۲ یې ژوندي نیولي

کابل ټکی کام۱۳۹۵غبرګولی ۱۸ عبدالهادي همت
د روزګان ولایت امنیتي سر چینې وايي، چې طالبانو د په هراود ولسوالۍ کې ۱۱ عسکر وژلي او ۱۲ نور يې ژوندي له ځانه سره بېولي.
د روزګان د ولایتي شورا پخواني رییس او د دغې ولسوالۍ اوسیدونکی امان الله هوتکي رسنیو ته ویلي چې بیګا شپه طالبانو د هراود ولسوالۍ په سوختې سیمه کې د ملي اردو په یوه قرارګاه برید وکړ، چې په کې د اردو ۱۱ عسکر وژل شوي او ۱۲ نور یې طالبانو ژوندي له ځانه سره وړي دي.
په عین حال کې د اردو د لوا تورن قومندان عثمان پېښه تائیدوي خو وايي چې په قرارګاه کې د اردو ۱۸ عسکرو خپل ۱۰ ملګري وژلي او بیا له مهماتو سره طالبانو ته تښتېدلي.
دهراود ولسوال امین الله خالقي هم مني چې وسله والو طالبانو په سوختي سيمه کې د ملي اردو پر قرارګاه بريد کړی خو نوموړي د مرګ ژوبلي له يادونې ډډه کړې.
بل خوا طالبانو رسنیو ته په لېږل شوی خبر پاڼه کې د یاد برید مسولیت منلی او ویلي يې دي، چې بیګا د شپې ۲بجې یې په سوختې سیمه کې د اردو پر قرارګاه برید وکړ، چې په پایلله کې د اردو ۱۳ تنه عسکر ووژل شول او ۱۸ نور یې ژوندي نیولي دي.
طالبانو دا هم ویلي ، چې په دې جګړه کې یې یو رینجرموټر، یو ایس پي جي ناین توپ، ۳ وسط هاوانونه، لس ثقیلان، شل امریکایي ټوپکونه هم له ځانه سره وړي.



