د ترکیې د استانبول ښار د بسونو تمځاى سره درنده چاودنه شوې

کابل ټکی کام ۱۸غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د ترکیې د استانبول ښار په تاریخي شبه جزیره کې د چټک غبرګون د پولیسو د سپرلۍ د موټر د تېرېدو پر مهال درنده چاودنه شوې ده، چې له کبله یې ګڼ کسان ټپيان شوي دي.
چاودنه هغه مهال رامنځ شوه، چې په سیمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه جوړه وه.
د ترکیې یو شمېر دولتي رسنیو هم چاودنه تأیید کړې ده، او ویلي يې دي، چې چاودنه د مترو تمځای ته څېرمه د چاودېدونکو موادو څه د ډک موټر په واسطه شوې ده.
لومړني معلومات ښيي، چې د چاودنې څخه وروسته سیمې ته امنیتي ځواکونه او امبولانسونه لېږدول شوي دي، چې ګڼ ټپيان یې روغتون ته انتقال کړي.
د پېښې د قربانیانو په اړه تراوسه پورې کره معلومات نشته.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button