چین کې پر تشناب کاغذ د ټرامپ انځور

کابل ټکی کام۱۳۹۵غبرګولی۱۸ عبدالهادي همت
په چین کې هغه تشناب کاغد چې د امریکا د راتلونکو ټاکنو مخکښ نوماند ډونالډ ټرامپ انځور ورباندې دی خلک خوښوي او بازار یې موندلی.
له چين څخه خپاره شوي راپورونه وايي، چې په دغه هېواد کې د ټرامپ په نامه يو ډول تشناب کاغذ خپور شوی چې د دغه نوماند انځور پرې چاپ شوی دی او اوس یې اخیستونکي هم ډېر شوي.
هغه چينايي کمپنۍ چې دا تشناب کاغذ یې جوړ کړی وايي، چې د دغه تشناب کاغذ خرڅول د فبرورۍ په مياشت کې پيل شو. پخوا کمپنۍ ته د سلو پاکټونو امر شوی و، اوس د دغه تشناب کاغذ خوښوونکي ډېر شوي. اوس یې فرمايش پنځه زرو ته رسېدلی دی.
عجیبه یې داده چې د چينايي کمپنۍ وياند وايي چې د دغه کاغذ ډېری اخيستونکي امريکايان دي. نوموړي په تلویزیوني مرکه کې ویلي و، چې چین د نړۍ د اقتصاد غل دی.
د امريکا د ټاکنو مخکښ نوماند، ډونالډ ټرامپ په خپلو عجايبو او غرايبو مشهور دی. د هغه کړنو او ویناو خلک حیران کړي، چې د امريکا په څېر هېواد کې دغسې څوک په ټاکنو کې مخکښ نوماند دی.
هیلري کلنټن چې په ټاکنو کې د دیموکرات ګوند له خوا ترټولو مخکښه نومانده ده ټرامپ یې یو سوداګر بللی وو او ویلي یې وو، چې ټرامپ د امریکا او د نړۍ له سیاست څخه نه دی خبر، چې ټرامپ نوموړی مکاره هیلري کلنټن بللی وه.



