دوستم له عطا غوښتي، چې د جمعیت او جنبش ترمنځ دې تاوترېخوالي ته لمن نه وهي

کابل ټکی کام ۱۸غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د بلخ ولایت سرپرست والي او د جمعیت ملېشو مشر عطا نور په دې وروستیو کې دوستم او جمعه خان همدرد تورن کړل، چې په بلخ ولایت کې نا امنیو ته لمن وهي.
مګر د ولسمشر لومړي مرستیال او د جنبش ملېشو مشر دوستم د عطا نور دغه څرګندونې په کلکه توګه رد کړي دي، او ویلي یې دي، چې عطا په شمال کې په ګڼو نا امنیو کې لاس لري.
دوستم زیاته کړې ده، چې عطا نور د طالبانو په حمایه کولو کې ستره ونډه لري.
دوستم عطا نور ته په خپله بیانیه کې ویلي دي، چې دی غواړي تر څو د افغانستان د مسایلو حل لارې پیدا کړي، نو ده ته دې خنډونه نه جوړوي.
دوستم عطا نور ته د نصیحت په توګه ویلي دي، چې د هغه چا خبرو ته دې غوږ نه ږدي، څوک چې د ده ذهن خرابوي.
دوستم دا غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې په دې وروستیو کې په فاریاب، جوزجان او بلخ ولایتونو کې د دوی د ملېشو او د عطا نور د ملېشو ترمنځ سختې نښتې رامنځته شوې، چې له کبله یې داوړو لوریو ته د تلفاتو اوښتلو تر څنګ ملکي وګړي هم مړه او ژوبل شول.



