قطر د بغلان ولایت له سلګونو سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وکړه

کابل ټکی کام ۲۰غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د قطر هېواد له لورې د بغلان ولایت د سلګونو سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوارکي توکو مرسته وشوه.

د بغلان ولایت د سرې میاشتې رئیس عبدالرحیم قیومي رسنیو ته وویل، چې په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، شیدې او نور شیان شامل دي.

د سرې میاشتې د مسئولینو له قوله چې دغه کورنۍ د تېر کال او د روان کال د سېلابونو له کبله زیانمنې شوې وې، چې دا ډول مرستو ته یې ډېره اړتیا وه.

د یادولو ده، قطر هېواد دا مرسته په داسې حال کې کوي، چې په دې وروستیو کې د خیریه مؤسسو له خوا هم په بغلان ولایت کې له هغو کورنیو سره مرستې وشوې، چې د سېلابونو او نا امنیو له کبله متضررې شوې وې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button