جان سوپکو: د طالبانو د بریدونو زیاتېدل، پرمختيايي کارونه له خطر سره مخ کړي

کابل ټکی کام ۲۱غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
په افغانستان کې د بیارغونې لپاره د امریکا د مصارفو د څارنې ستر مفتش جان سوپکو وایي، په دې وروستیو کې د طالبانو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی، چې د دوی له لورې شوی پرمختګ یې له خطر سره مخ کړی دی.
جان سوپکو دغه څرګندونې پرون پنجشنبه له رويټرز خبري اژانس سره په یوه مرکه کې وکړې.
ده وویل، چې په ډېر کوچني هېواد کې یې ډېرې پيسې ضایع کړي دي، چې د همدغو پيسو د ضیاع له کبله اداري فساد او نا سمه اداره په افغانستان کې رامنځته شوې ده.
سوپکو اندېښنه څرګنده کړه، چې د امنیت لا خرابېدل به د افغانستان په محدودو سیمو کې شوی پرمختګ هم له خطر سره مخ کړي.
د یادولو ده، چې د امریکا کانګرس له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې بیارغونې ته نږدې ۱۱۳ میلیارده ډالر ورکړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button