کابل ټکی کام۱۳۹۵ غبرګولی ۲۲ زرغون خوږیاڼی
د (ګلوبل پوسټ) په نامه انټرنېټي خبر پاڼې په خپل یو راپور کې ویلي: په یونان کې د افغانستان او سوریې ځینو نارینه کډوال د خپلو ورځنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره فحاشۍ ته اړ ایستل شوي دي.
په یونان کې فحاشي روا ده، خو دا کار یوازې فحشا ځایونو کې جایز ګڼل کېږي.
ګلوبل پوسټ لیکلي وو: دغه نارینه ان د لسو یورو لپاره هم فحاشۍ ته حاضر وو، خو په ځینو مواردو کې یې ان د دوو یورو په مقابل کې هم ناروا جنسي اړیکي نیولي دي.
بي بي سي په یو راپور کې ویلي، چې د یونان پلازمېنه اتن ښار کې یوشمېر ځوانو نارینه وو پناه غوښتونکو د ژوند د تېرولو لپاره ان فحشا ته مخه کړې ده.
له دغو کسانو یوه ۲۵ کلن ایراني بي بي سي ته ویلي، له بوډاګانو سره ناروا جنسي اړیکو په اړه سخت شرمنده دی.
دی وايي، د فحاشۍ له کبله یې له ۵ تر ۱۰ پورې ډالر ترلاسه کول.
د بي بي سي راډیو په حواله ویل شوي، ځوانان د اتن په پارکونو کې د مشتریانو په تمه ناست وو.
په یوه بله پېښه کې یو ۱۵ کلن تنکي افغان کډوال هم فحاشۍ ته مخه کړې ده.
د امیر په نامه دغه افغان زلمی چې د یو څو پیسو لپاره يي فحشا کړې، وايي شرمنده دی:
“زه بختور وم، چې سپين زوړ سړی را باندې پېښ شو، خو ډېر وېرېدلی او شرمنده یم، څو ځلې مې د ځانوژنې هڅه وکړه، خو بیا مې مور را یاده شوه چې څنګه درد به پرې تېر شي”.
دغه کډوال چې شاوخوا ۶۰ زره د اژ ټاپو د کډوالو پنډغالي کې اوسېږي د خپلو ورځيني مصارفو له کبله فحشا ته مخه کوي.


















