کابل ټکی کام ۲۳غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
وروسته له هغې چې سعودي عربستان امریکا ته ګواښ وکړ، که د سپټمبر د ۱۱مې پېښه کې ریاض تورن شي، نو په امریکا کې به خپله میلیاردونه ډالره پانګه لیلام کړي، د امریکا استخباراتي ادارې مشر ویلي دي، چې سعودي د سپټمبر په ۱۱ مه پېښه کې هېڅ راز لاس نه درلود.
د سي آی اې مشر جان برنن د سعودي عربستان له یوه دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې دغه څرګندونې کړي دي.
ده وویل، چې د دوی اداره به په نږدې راتلونکې کې د یوه راپور په خپرولو سر د دغې موضوع په اړه وضاحت ورکړي.
«د سپټمبر د ۱۱مې برید کې پر سعودي یوازې د لاس لرلو تور وو، مګر اوس د دوی څېړنو هغه تور بې اساسه ثابت کړی دی.»


















