«افغان ځواکونه یوازې د هلمند مرکز کې پراته دي، شاوخوا ټولې سیمې د طالبانو لاس کې دي»

کابل ټکی کام ۲۳ غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د هلمند ولایت دولتي چارواکو ویلي دي، چې افغان ځواکونه یوازې د دغه ولایت په مرکز کې پراته دي، نورې شاوخوا سیمې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.
په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو قومندانانو رسنیو ته ویلي دي، چې دوی یوازې د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه پر ساتلو توانېدلي دي، او د هغې په ساتلو بوخت دي.
همدا راز په هلمند ولایت کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندانانو ویلي دي، چې د دغه ولایت په شمالي ولسوالیو کې شپه او ورځ جګړه روانه وي.
دوی وايي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته ځکه پرمختګ نه شي کولی، چې طالبانو د مرکزي سیمو د نیولو هڅې کوي.
د هلمند ولایت مدني فعالانو هم ویلي دي، چې افغان ځواکونو د مرکز شاوخوا ټولې سیمې طالبانو ته پريښي دي، او دوی په مرکز لښکرګاه کې مېشت دی.
مدني فعالانو اندېښنه ښودلې ده، که حالات همدا ډول دوام وکړي، مرکز لښکرګاه به هم د طالبانو په لاس کې شي.
د دغو قومندانانو د خبرو په تأیید کې د هلمند امنیه قومندان آقا نور کینتوز وایي، چې مرکزي حکومت ورته د موسی کلا او نوزاد ولسوالیو د نیولو لپاره د عملیاتو امر نه دی کړی، بلکې د مرکز لښکرګا پر ساتلو یې جدیت کړی دی.



