کابل ټکی کام۱۳۹۵غبرګولی ۲۴ زرغون خوږیاڼی
پرون د روسيې جنګي الوتکو د سوريې په ادلب ښار کې په یوه سبزی منډيي باندې بمبار کړی، چې په کې تر څلوېښتو ډېر ولسي وګړي وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان دي.
راپورونه وايي، چې بمبارۍ د ادلب په مرديخ، خان شيخون، مسطومه او اورم الجوز سيمه کې هم شوې دي، همدا راز په معرة النعمان سيمه کې د يوه بريد پر مهال شپږ ولسي وگړي وژل شوي.
په رسنیو کې راغلي: یاد برید پرون داسې مهال رامنځته شوی چې په سبزي منډيي کې ګڼه ګوڼه زیاته وه او په ناڅاپي توګه په کې درې توغندي ولګېدل، د ولسي مرګ ژوبلې سربیره زیاتې ودانۍ هم ورانې شوي دي. په راپورونو کې ویل شوي چې، وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي دي.
د یادونې وړه ده چې د بشري حقوقو کمیټې په سوریه کې له روسيې غوښتي وو، چې له بمباریو لاس واخلي او ولسي وګړو ته د خوراکي توکو په رسونو کې مرسته وکړي، خو د روسيې هيواد په سوریه کې نږدې هره ورځ لسگونو ولسي وگړو ته مرگ ژوبله اړوي او ډېری وختونه له گڼې گوڼې ډک بازارونه او جوماتونه په نښه کوي.
















