کابل ټکی کام ۲۴غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
په ملي شورا کې د هلمند ولایت استازو وویل، چې د دوی په ولایت کې طالبان د پرمختګ په حال کې دي.
دوی د افغان ځواکونو د عملیاتو پر کولو نیوکه وکړه، او زیاته یې کړه، چې دوی د طالبانو په وړاندې هېڅ ډول پرمختګ نه دی کړی.
دغو استازو وویل، چې طالبانو هغه سیمې تر خپلې کلکې ولکې لاندې ساتلي دي، چې پخوا یې ترلاسه کړې وې، او اوس په نورو سیمو کې د پرمختګ په درشل کې دي.
دوی وویل، چې دا مهال د دغه ولایت په مارجه، نادعلي او ګرشک ولسوالیو کې سختې جګړې روانې دي.
وړمه ورځ د هلمند ولایت د ملي اردو قومندانانو او سرتېرو هم رسنیو ته ویلي وو، چې دوی یوازې په مرکز کې پراته دي، او د مرکزي حکومت له لورې ورته په نورو سیمو کې د عملیاتو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د یادولو ده، چې د هلمند ولایت نوي سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده.
















