فراه کې د جنازې پر مراسمو د چورلکو ډزو، مرګ ژوبله اړولې
کابل ټکی کام ۲۴غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له فراه ولایت څخه خبري منابعو ویلي دي، چې د دغه ولایت په فراه رود تودنک سیمه کې د چورلکو له خوا د جنازې پر مراسمو ډزې وشوې، چې له کبله یې عامو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
زمونږ همکار وايي، دغه برید داسې مهال ترسره شو، چې د کلي خلکو د جنازې مراسم اداء کول.
کابل ټکي کام ته خپل همکار وویل، چې په دغه برید کې یو نارینه او بل ښځينه وګړي وژل شوي دي، او څو تنه نور ملکي وګړي ټپيان دي.
باید ووایو، امریکايي ځواکونه پر ځای د دې چې پر وسله والو بمبارد وکړي، پر ملکي وګړو بمبارد کوي.
څه موده وړاندې د پکتیکا پر قومي مشرانو هم بمبارد شوى وو او شاوخوا ۲۰ قومي مشران یې له منځه یووړل.
د یادولو ده، په دې وروستیو کې اوباما په افغانستان کې امریکایي ځواکونو ته د بمبارد اجازه ورکړه، او ملي دفاع وزارت یې تود هرکلی وکړ.



