د چين په هوايي ډګر كې چاودنو۳ کسان ټپیان کړي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی۲۴ زرغون خوږیاڼی
د چين د شانګهاى په ښار كې د پو ډونګ په هوايي ډګر كې دوه پر له پسې چاودنې شوي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې په چاودنو کې لږ تر لږه ۳ کسان ټپیان شوي دي، چې د ۲ حالت یې د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.
د شانګهای د سيمه ايزو رسنيو د معلوماتو ورکولو په اساس د پو ډونګ په هوايي ډګر كې په دويم نمبر ترمينل كې د مسافرو دوه بيكونه د ګڼې ګوڼې په ځای کې په پرله پسې توګه وچاودېدل، چې د بیکونو خاوندان د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
پولیسو ویلي دي، چې له نیول شوو مسافرو څخه تحقیقات روان دی خو تر اوسه نه ده جوته شوې چې یاد کسان څوک او برید د چا له لوري شوی دی.
د چین د سي سي ټي وی رسنۍ د راپور پر بنسټ د چاودنې وروسته پولیسو او امنیتي مسؤولینو سیمه په خپل کنټرول کې اخیستې او پلټنې یې پیل کړي دي.



