خیراتی روژه ماتی

کابل غږ
درمضان المبارک د میاشتې په را د بره کیدو سره هرشتمن انسان کوښښ کوي چې کوم بې وزلي ته روژه ماتی برابر کړي خو هغه کسان چې ترهرچا زیات شتمن دي او تل ېې نورو ته روژه ماتي برابر کړی دي اوس د نورو خیراتي روژه ماتي ته اړشوي دي .
پخوا به علماء کرامو ویل څوک چې بې وزله وي پرهغوۍ خیرات او زکات کیږي خو اوس په هېواد کې حالات بدل شول اوس هغه چاته هم خیراتونه ورکول کیږی چې دمخه به ېې نوروخلکوته خیراتونه ورکول .
د روزګان په ولایت کې څه دپاسه ۲۶۰کورنیوته چې په کورنیوجګړوکې له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي هغه بې وزله کورنیوسره دروژه ماتي او خوراکي توکو مرسته شوي ده.
خیراتي روژه ماتې دمخه هم په ولس کې د بې وزلو کورنیو سره یوه مرسته بلل کیده خو اوس ېې بڼه بدله شوي ده هغه په دې چې دمخه به په ولس کې څوتنه دخیراتي روژه ماتي مستحق وو اوس چې په هېواد کې د نا امنیوله امله د یوې سیمې خلک نورو سیموته په کډو کولو مجبور شوي دی ټول کډوال دخیراتي روژه ماتي مستحق دي اوترهغې به داخیراتي روژه ماتي دوام لري ترڅو په هېواد کې دتل لپاره امن نه وي راغلی .
..


