عراقي ځواکونو د امریکایی ځواکونو په ملتیا په الفلوجة کې د پرمختګ په حال کې دي

د الجزیرة نه په مننې

عمر علی

عراقي ځواکونو د الحبانیة هوایي ډګر ته څیرمه سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي همدا راز د الفلوجة نورې زیاترې سیمې یې هم لاندې کړي دي.

عراقي ځواکونو د اسلامي دولت تنظیم له په شا کیدو نه وروسته د موصل په نینوي ولایت کې د خرائب الجبر سیمه هم نیولی ده.

د الفلوجة ښار لویدیځ ته  د الحبانیة هوایی ډګر سره نږدی یې د الصبیحات او الفلاحات دوه سیمو باندې هم د امن ځواکونو بیرته خپله ولکه ټینګه کړې ده.

د حي الشهداء الأولی د بیرته نیولو نظامي مسؤل تائید کړې وه چې د الفلوجة ښار لویې سیمې یې نیولي دي دا هغه سیمې دي چې د ښار په مرکزي سیمو کې د اسلامي تنظیم په سنګرونو باندې برید ته لاره هواروي، نظامي سرچینې وایي چې د الفلوجة په پولو کې د اسلامي تنظیم په دوه بریدونو کې د ولسي ملیشو نه نږدی ۳۰ سرتیري وژل شوي دي.

په سلګونو کورنیو وکولای شول چې له الفلوجة ښار نه ځانونه وباسي، فوځ وایي چې دوی ښاریانو ته د وتلو لپاره د جنوب لویدیځ سیمو په طرف امنیت ټینګ کړی دی.

او د موصل په جبهه کې د الجزیرة خبریال زیاتوي چې د عراق فوځي ځواکونو د مخمور لویدیځ ته د خرائب الجبر سیمه ترخپل کنترول لاندې راوستې ده، سرچینې په ډاګه کړې ده چې د نینوی عملیاتو په ترڅ کې عراقي فوځ د الحاج او قضاء الحویجه سیمو تر مینځ هغه لاره تړلې ده چې د کرکوک جنوب ته پرته ده، او د الضفة الشرقیة سیمه یې د دجله له نهر نه جلا کړی ده چې له دې لارې د اسلامي دولت تنظیم په نفوذ کې پاتي سیمی پاکې کړي.

سرچینه زیاتوي چې د دې عملیاتو نهایی موخه د الحاج علي په قریه باندې دوباره ولکه ټینګول و، خو د راتلونکو ځواکونو رسیدو ته یې انتظار ویستو چې له بیجی نه به د قضاء شرقاط ته د الضفة الغربیة په لاره باندې دجلة ته رارسیدونکي دي.

په دې جګړه کې د امریکایی ځواکونو اړوند توپونو هم د عراقي پوځ سره د مرستې د مخمور مرکزي سیمې تر اور لاندې نیولې وې چې یو زیات شمیر ځایی اوسیدونکې له دغې سمیې نه وتلو ته مجبور شول چې په نینوی کې د القیارة ښار ته ځانونه ورسوي.

له بل پلوه، د صلاح الدین په ولایت کې د پولیسو سرچینو وویل چې عراقي ځواکونه چې په زری پوشو ټانکونو سنبال وو د تکریت له لارې یې د شمال خواته حرکت کړی څو د قضاء الشرقاط سیمه د بیرته نیولو لپاره د جګړې تیاری ونیسي. او دا د صلاح الدین په ولایت کې وروستنی سیمه ده چې تر اوسه هم د اسلامي دولت تر ولکي لاندی ده.

سرچینه زیاتوی چې دغه ځواکونه به د راتلونکو ځواکونو سره د نینوی په مخمور سیمه کی یو ځای شي څو د موصل ښار د آزادولو لپاره خپل طرحه کړی پلان عملي کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button