کابل ټکی کام ۲۵غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ملي امنیت پخواني رئیس امرالله صالح په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي، پاکستان افغان حکومت ته داسې اسناد وړاندې کړي دي، چې په هغې کې عمر زاخېلوال له پاکستان سره په تورخم کې د هغې دروازې په نصبولو هوکړه کړې ده، چې اوس په وسله والو شخړو بدله شوې ده.
صالح لیکلي دي، چې زاخلېوال له راحیل شریف سره په لیدنه کې نه یوازې د تورخم د دروازې په اړه خبرې وکړې، بلکې د پاکستاني پوځيانو له خوا په تورخم دروازه کې د کلکو امنیتي تدابیرو پر نیولو او همدا شان له دغې دروازې څخه د خلکو د اوښتو په تړاو پر یو اړخیز ممانعت هوکړه کړې وه.
صالح د خپلو معلوماتو سرچینه نه ده یاده کړې، او زیاته کړې یې ده، چې زاخېلوال د مسایلو څخه د نا خبرۍ، نه همغږۍ او د پاکستان تر اغېز لاندې دا ډول هوکړې کوي.
صالح د پيغام په پای کې د زاخېلوال د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
زاخېلوال د صالح د دغو څرګندونو په اړه د فیسبوک له لارې لنډ او توند غبرګون ښودلی دی.
په پاکستان کې افغان سفیر زاخېلوال ویلي دي، چې زما په اړه د صالح معلومات مطلق او سل په سلو کې غلط دي.
“د تورخم د دروازې په موضوع زما په اړه د ښاغلي امرالله صالح دا معلومات مطلق او سل په سلو کې غلط دي چې یا د نوموړي پر شدیدې ناخبرۍ او یا هم پر شدیدې تنګ نظرۍ دلالت کوي.”
د یادولو ده، د صالح د دغې ادعا د سپیناوي په اړه د زاخېلوال څخه پرته نورو چارواکو څه نه دي ویلي.

















