پاکستان افغان مهاجرینو ته نور یونیم کال وخت ورکوي

کابل ټکی کام۱۳۹۵ غبرګولی۲۵ زرغون خوږیاڼی
د پاکستان د مهاجرو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په پاکستان کې د پاتې کیدونکو افغان مهاجرو ته به یو نیم کال نور وخت ورکړي.
د پاکستان د مهاجرو چارو وزارت دا خبره تر اوسه رسمي شوې نه ده، خو دا وړانديز د رسمي کیدلو لپاره د صدراعظم نواز شریف دفتر ته لیږل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د جون پر ۳۰ مه نیټه په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د پاتې کیدو وخت پای ته رسیږي، چې یاده پریکړه به د نیټې له پوره کیدو ورسته په رسمي توګه اعلان شي.



