کندهار : په یو غلچکي برید کې ۳ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې 

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۲۶ زرغون خوږیاڼی

بیګا ماښام د روژه ماتي پر مهال دکندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په ساحه کې وسله والو موټرسایکل سپرو پر پولیسو ډزې کړي، چې په کې دوه پولیس وژل شوي او یو  تن ټپي دی.

پېښه د کندهار ښار اړوند د لومړۍ امنيتي حوزې د توپخانې په سيمه کې شوې ده.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک رسنیو ته وویل، چې  پوليس په ياده شوې ساحه کې د تالاشۍ په موخه ولاړ وو، چې وسله والو موټر سايکل سپرو ورباندې ډزې وکړې او وروسته وسله وال وتښتېدل.

امنیتي سرچینې زیاتوي، چې په وژل شوو کې یو تن د زړګي په نوم پولیس افسر هم شامل دی.

چارواکي وايي، چې وسله وال له  ګڼې  ګوڼې څخه په استفادې سره تښتیدلي دي، خو پولیسو یې د نیولو هڅې پيل کړي .

طالبانو تر اوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button