سرليکنه
درې کاله مخکې په هېواد کې د زندانونو د خراب حالت راپورونه ورکړل شول، چې په کي د امريکايي ځواکونو دشخصي زندانونو حا لت زيات خراب ښودل شوی و.
د دولتي زندانونو سربیره تر ١٢پورې امريکايي شخصي زندانونو کې د زندانيانو ژوند له ډول ډول عذابونو ډک او د انديښني وړ و، خو چې د باګرام زندان دولت ته وسپارل شو او د افغاني قاضيانو لخوا دزندانيانو په دوسيو څيړنې پيل شوې په کې د څيړنو له مخې تردوه درې کلونو پورې داسې زندانيان پراته وو، چې بې له کوم جرمه نيول شوي او زنداني شوي وو.
همدارنګه د ولايتونو په شمول د څرخي پله په زندان کې هم بې ګناه زندانيانو په ناڅرګند برخليک د زندان په عذابي تورو کوټوکې شپې سباکولې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر يوناماپه خپله یوه تازه سروې کې ويلي، چې که څه هم دپخواپه نسبت دزندانيانو په ژوند کې يوڅه بدلون راغلی، خو بياهم په زندانونو کې خراب حالت به ددوى ژند واخلي.
اوس چې يوځل بيا دملګرو ملتونو ځانګړي دفتر يوناما د زندانيانو په اړه خپل راپور نشر کړ وې ويل : په زندانونوکې دزندانيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ نه دی، که پاملرنه ورته ونه کړل شي دزندانيانو ستونزې به لا زياتې شي.
د باګرام په زندان کې زندانيانو د خپل له عذابه ډک ژوند شکايت نه کاوه او ويل به ېې: له امريکايانو څخه د انساني چلند تمه هيڅ وخت نه شي کيدای، خو اوس چې پرې په زندانونو کې افغانان ماموريت لري وايي: په زندانونوکې د دولت د چارواکو چلند کاملا غيرانساني دى او ورځ په ورځ له دولت څخه د زندانيانو کرکه زياتيږي .
په هېواد کې د ملګرو ملتونو د دفتر يوناما څيړونکى ميشائل هارتمن وايي: افغان دولتي چارواکو ته مو د زندانونو د نړيوال مؤثر سیستم بنسټ ايښې دې تر څو د زندانيانو په اړه ترې ګټه واخلي، خو د کړې سروې له مخې ښودل شوي نړيوال سیستم څخه ګټه نه ده اخیستل شوی .
د روان کال د ثور د مياشتې په اتمه نیټه اجرائيه رئيس ډاکټرعبدالله ويلي وو، چې په زندانونو کې به ښه والى راشي، خو تر اوسه د زندانيانو سره په چلند کې کوم ښه والى نه دى ليدل شوی او دا غير انساني چلند، چې د زندنيانوسره کيږي د دوی ژوند به واخلي.
په نړيواله کچه د ټولو هېوادونو د چارواکو دا هدف وي، چې د کومو زندانيانو د زندان موده پوره شي که ددولت سره مخالفت وي او که د وګړو ترمنځ شخصي مخالفتونه، خو د زندان څخه د راخلاصيدو وروسته د زنداني په ژوند کې عملي تغير راځي او په تيرو کړو پـښيماني څرګندوي، اما په هېواد کې چې څومره زندانيان له زندانه خلاص شوي دي، د زندانیانوسره د چارواکو ناوړ ه چلند ېې کرکه زياته کړې ده او د خلاصيدو وروسته ورسره د غچ اخستلو سوچ او فکر پيداشو وي، چې دا ډول کړنې د زندانيانو په ناخوالو کې دومره ستونزې راولاړوي، چې په پای کې خپل ژوند له لاسه ورکړي یا د نورو ژوند واخلي.

















