کابل ټکی کام ۲۸غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي له داعش ډلې څخه د دغه هېواد د فلوجې د ښاروالۍ د بېرته نیولو خبر ورکړی دی، او ویلي یې دي، چې له دې څخه وروسته به د عراقي ځواکونو هدف له داعش ډلې څخه د موصل ښار نیول وي.
نن یو شمېر نړیوالو رسنیو د عراقي ځواکونو له خولې لیکلي وو، چې د فلوجې ښاروالي یې نیولې ده، مګر دغه خبر د عراق له لورې په رسمي توګه نه وو تأیید شوی.
دا مهال د عراق لومړي وزیر په خپله له داعش ډلې څخه د فلوجې د ښاروالۍ د نیولو خبر ورکړی دی.
حیدر العبادي همدا راز ویلي دي، چې د فلوجې د ښاروالۍ له نیولو څخه وروسته د دوی د ځواکونو هدف د موصل ښار نیول دي.
ښاغلي العبادي زیاته کړې ده، چې له داعش ډلې څخه د فلوجې د ښاروالۍ په ازادولو کې ټول عراقیان سهیم وو.
په ورته وخت کې عراقي ځواکونو د خپلې کامیابۍ ذ لمانځلو لپاره د فلوجې ښاروالۍ کې جشن ایستلی دی.
همدا راز د عراق د نمایندګانو د مجلس رئیس سلیم الجبوري هم په یوه پیغام کې د فلوجې ښاروالۍ ازادېدل تأیید کړي دي، او دا یې د ټولو عراقیانو لپاره افتخار بللی دی.
او هیله یې څرګنده کړې ده، چې «مونږ منتظر یو، چې د موصل ښار د ازادېدو خبر هم واورو.».
عراقي ځواکونو د فلوجې د ښاروالۍ د بېرته نیولو لپاره د تېرې مۍ میاشتې پر ۲۲مه نېټه عملیات پیل کړي وو.
د یادولو ده، دغه ښار پلازمینې بغدا ته نږدې ۵۰ کیلو متره لیرې لوېدیځ کې پروت دی، چې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د داعش ډلې په لاس کې وو.

















