د تورخم لویه لار نن د مسافرو پر مخ خلاصه شوه

کابل ټکی کام۱۳۹۵ غبرګولی ۲۹ زرغون خوږیاڼی
د افغان او پاکستاني چارواکو تر مینځ د تېرې شپې له بریالیو خبرو اترو وروسته دواړو لوریو پرېکړه کړې، چې د شنبې په ورځ۸ بجې به د تورخم لویه لار د مسافر پر مخ خلاصه شي.
تورخم لویه لار د غبرګولي په ۲۳ مه د شپې په نهه بجو له هغې وروسته وتړل شوه، چې پاکستاني ځواکونو د تورخم صفري نقطې ته څېرمه د دروازې رغولو کار پيل کړ، خو د افغان سرحدي ځواکونو لخوا یې مخه ونیول شوه او خبره جګړې ته ورسیده، چې څو ورځې وقفه په وقفه جګړه وشوه.
په جګړه کې دواړو لوریو ته درانده مالي او ځاني زیان زیانونه واوښتل .
په تورخم کې غنچه ګل پاکستاني سرحدي چارواکي رسنیو ته ویلي ، چې تېره شپه د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونو بریالۍ ناسته کړې او دواړو لوریو د تورخم لویې لارې پر خلاصولو د ډاډ وړ پرېکړه کړې ده.
نوموړي وویل، چې ټاکل شوې ده نن د شنبې په ورځ سهار ۸ بجې د تورخم لویه لار د هغو مسافرو پر مخ خلاصه شي، چې قانوني اسناد ولري.
یاد پاکستاني چارواکي رسنیو ته ویلي ، چې د دروازې د جوړولو کار به لا هم دوام وکړي.
بلخوا د افغان د ۳۰۱ سرحدي زون درستیزوال سمونوال محمد ایوب حسین خیل رسنیو ته تائید کړې، چې تېره شپه په تورخم کې ناسته او د تورخم د خلاصولو پرېکړه شوې او د دروازې د جوړولو کار په ټپه دریدلی دی.
حسین خیل رسنیو ته وویل: په یاده ناسته کې د دروازې په جوړولو او نه جوړولو خبره نه ده شو ې .
دده په وینا اوس مهال خلکو او تجارتي موټرو خپل عادي تګ راتګ پيل کړی.
د یادونې وړه ده، چې د افغان سرحدي ځواکونو ته امر شوی، چې د دروازې په جوړولو او یا نه جوړولو باندې کوم غبرګون ونه ښيي.
چارواکي پر حکومت نېوکه کوي، چې د دروازې پر سر یې مالي او ځاني تلفات هم وګالل او وروسته یې پاکستان ته د دروازې جوړولو اجازه هم ورکړله. یو سرحدي پولیس رسنیو ته وویل: ((دا زمونږ د وینو سره خیانت دی)).



