ډاکټر آصف
د پاکستان حکومت په دې بهانه د تورخم په صفري نکته کې د دروازې د نصبولو اقدام وکړ چې ګوندې دغه حکومت حق لري چې د ترهګرۍ د مخنیوي په خاطر دغه ډول مؤثر ضبط او نسق رامینځته کړي، او د افغانستان حکومت په دې بهانه چې ګوندې پاکستان ولې په صفري نکته کې دروازه نصبوي دواړو د جنګ جګړې لپاره زمینه برابره کړه او د هوش پر ځای یې له جوش نه کار واخیست او بالآخره د جګړې اور یې بل کړ، پاکستان دا فکر نه کوي چې که دا کار د ترهګرۍ د مخنیوي له امله کوې نو ترهګر خو هیڅکله د پاسپورت یا ویزې او یا هم د تورخم له لارې تګ راتګ نه کوي، د افغانستان او پاکستان تر مینځ داسې ډیری لارې شته چې هغوی ورباندې تګ راتګ وکړای شي، او د افغانستان حکومت هم که د جنګ جګړې بهانه نه جوړولی نو بیا ولې د چمن په پوله یې د ورته دروازې په اړه غبرګون قدری هم نه دی ښودلی، همدا راز همدا اوس د پکتیکا سره په پرته پوله کې پاکستاني ځواکونه ورته دروازه جوړوي خو هیڅ حکومتی چارواکی پری غوږ هم نه ګروي، همدا راز پخوا د ګوشتې په ولسوالۍ کې هم ورته دروازه جوړه شوې وه چې یوه نیمه ورځ جګړه هم پرې وشوه او د یوه سرتیری په وژل کیدو ټوله لوبه پای ته ورسیده خو تر ننه د ملت په سترګو کې خاورې واچول شوي او د ګوشتې د تاسیساتو په اړه حکومت ملت ته سم حال نه وایي چې بالآخره هلته څه وشول او قضیه څه ډول پای ته ورسیده.
د تورخم لوبه به هم بالآخره همدغه ډول پای ومومي هم به دروازه جوړه شي او هم به حکومتونه خپل کار وکړي او د ملت په سترګو کې به خاوری واچوي خو متاسفانه چې د غریبو خلکو بچي به د دغه اور د جنګ خاشاک وګرځي او بس.
حکومتونو ته د حکومتونو په حیث هیڅکله نه ښایي چی په هغه اقدام لاس پوري کړي چي هغه د ملتونو او ولسونو تر منځ د اړیکو د خرابۍ سبب شي، او سبا همدغه حکومتونه بیرته یو بل ته په استقبال کی په غاړو کې د ګلانو غاړګۍ اچوي خو ملت یې یو او بل ته په مورچل کې کینولی وي بلکې حکومتونو ته په کار دي چې د ولسونو او ملتونو تر منځ د ورورګلوۍ ، مینې او محبت فضا رامینځته کړي، نه د کرکې او نفرت فضا.
په تیره بیا د تورخم پوله د یوه داسې ملت او ولس په منځ کې موقعیت لري چې ټول د یوه نیکه اولاد دي ټول یو خیل یو قام او د یوه کلتور او یوه دین پیروان دي خو د پخوانیو حکومتونو د ورته غلطو اقداماتو په وجه په فرضي ډول بیل کړای شوي دي چې هیڅکله د بیلیدو نه دي، د سلو کلونو راهیسې دغه قام د تورخم په لار تګ راتګ لري چې په تیرو سلو کلونو کې په دغه ځای د دروازې نصبولو ته اړتیا نه ده پیدا شوي نو اوس کومه وحی رانازله شوې ده چې دغلته دروازه لګول کیږي. خو معلومیږی چې د پردې تر شا بل څه روان دي او هغه دا چې دغه ستر ملت باید ذلیل کړای شي ځکه چې یواځې په نیم کیدو باندی کار نه کیږي.
د پخوانیو حکومتونو د غلطو اقداماتو په وجه دومره شوي دي چې دغه لوی پښتون ملت او ولس یې په مینځ نیم کړای شو خو د تورخم فعلي ناورین به دغه دوه بیل شوي ملتونه په دښمنۍ واړوي، نو ځکه مو دواړو حکومتونو ته توصیه داده چې که دغه دوه نیم شوي ملتونه مو د کرکې او نفرت او دښمنۍ ښکار کړل نو پوه شئ چې تاسې به هم په همغه اور کې وسوزئ چې د دغه نیم شوي ملت د سوځولو لپاره مو بل کړی دی.
ولسونو او ملتونو ته په کار دي چي خپل اتحاد او اتفاق مینه او محبت او ورورګلوي د پخوا په شان ټینګه وساتي او نوره یی هم ټینګه کړي او پرینږدي چې غلیم د دوی تر مینځ د نفاق شقاق او دښمنۍ تخم وشیندي.
دغه ولس د یوې پیړۍ راهیسې نیم کړای شوی دی خو اوس توطیه داده چی راتلونکی یوه پیړۍ باید د دی غیور ملت په ټکولو تیره شي او ورپسې دریمه پیړۍ کې باید دغه باتور ولس د ځمکې له مخ نه ورک کړای شي، چې دا یو خیال دی او محال او جنون.
که د تورخم جنګ دوام پیدا کړی نو دواړه حکومتونه دی په دې پوه شي چې دوی د ملت په ټټر داسې تور زخم جوړ کړ چې رغیدل به یی بیا له امکان نه وتلي وي.

















