«بلخ کې ځايي چارواکو د ولسي پاڅون په نوم خلک وسله وال کړي»

کابل ټکی کام ۳۰ غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د بلخ د ولایتي شورا مرستیال شجاع الدین شجاع وايي، چې په دغه ولایت کې دولتي چارواکو د ولسي پاڅون په نوم خلک وسله وال کړي دي.
دى زياتوي، دغو ولسي خلکو ته چارواکو د خپلو شخصي موخو د حاصلولو لپاره وسلې ورکړي دي.
ده وویل، چې دوی د بلخ ولایت هرې سیمې ته سفر کړی دی، او هلته د ولسي پاڅون تر نامه لاندې هغه وسله وال ګوري، چې خیالي دي، او په تشکیل کې یې نومونه نشته دي.
ده وویل، چارواکو د ولسي پاڅون سربېره دوه برابره داسې نور کسان هم لري، چې ورته وسلې ورکړل شوې دي.
نوموړي د یوه ځانګړي چارواکي نوم یاد نه کړ.
له بلې خوا د همدغې شورا یوه غړي رسنیو ته ویلي دي، چې دغه وسله وال د جمعیت ملېشو پورې تړلي دي.
د یادولو ده، چې په بلخ ولایت کې عطا نور د طالبانو پر خلاف عملیات پیل کړي، مګر د عملیاتو موخه یې د ملکي وګړو وژنه او هغوی ته زیان رسونه وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button