….د کشرانو افتخار بې غيرتي شي

شعر / مفتون

چې کوم قام د بې دينۍ په خوب ويده شي
د ذلت او تباهۍ په خوب ويده شي

د کشرانو افتخار بې غيرتي شي
چې مشران د فحاشۍ په خوب ويده شي

جينکۍ به خود ترخې زولنې ګالي
چې ځوانان د غلامۍ په خوب ويده شي

اى مفتونه بربادي او غم خو دا دى
چې ضمير د بې غمۍ په خوب ويده شي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button