کابل: د ولایتي شورا غړی په یوه چاودنه کې ټپي شوی

کابل ټکی کام۱۳۹۵ غبرګولی ۳۱ زرغون خوږیاڼی

نن سهار د کابل ولايتي شورا غړی مولوي عطاءالله فيضي، چې له خپل کور څخه د دفتر پر لور روان و په يوه چاودنه کې له خپلو دوو ساتونکو سره ټپي شو.

چاودنه د کابل ښار باغ رییس سیمه کې شوې.

مولوي فيضاني د کابل ولايتي شورا تر څنګ د کابل ښار د علماوو د شورا غړی هم دی.

تر اوسه د مولوي فيضاني د روغتيايي حالت په اړه  معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د کابل پوليسو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button