هلمند: طالبانو د عبدالجبار قهرمان له ۲ پوستو ۱۸ محلي پولیس ژوندي بیولي

کابل ټکی کام۱۳۹۵ چنګاښ ۲ زرغون خوږیاڼی

طالب ویاند ویلي، چې دوی د محلي پولیسو ۲ پوستې نیولي او ۱۸ محلي پولیس یې ژوندي له ځانه سره بیولي دي.

قاري یوسف احمدي کابل ټکی کام ته په یوه رالیږل شوې خبر پاڼه کې ویلي ، چې تیره شپه ۱۲ بجې ددوی ۵نفوذي ملګرو ، چې نور طالبان هم ورسره په تماس کې وه د محلي پولیسو د قومندان عبدالجبار له ۲ پوستو څخه ۱۸ محلي پولیس ژوندي نیولي او له ځانه سره يې بیولي دي.

ویاند زیاتوي، چې له یادو پوستو څخه یې یو زیات شمېر  وسله او د شپې یو دوربین هم له ځانه سره وړی دی.

امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button