سرليکنه
د تيرو څلورو کلونو راپدېخوا ځوان نسل اروپايي هېوادونوته مخه کړې ده او هره ورځ په زرګونه ځوانان له هېواد څخه ديونان او ترکیې په مرګونو لارو غربي هېوادونوته ځي.
د ملګرو ملتونو لخوا د کډوالو نړيوال سازمان اروپاته د تلونکو ځوانانو په اړه انديښنه ښودلې، چې په المان او نورو يو شمير هېوادونوکې د ورغلو ماشومانو سره توپيري چلند کيږي.
په المان کې د يوشمير سخت دريځو ګوندونو مشران وايي، چې د المان په اساسي قانونوکې په المان کې ميشتو کډوالو لپاره د خپل مذهب او کلتور په ځانګړي ډول د تدريس او فعاليت اجازه نه ده ورکړل شوې او پناغوښتونکي به د المان د قانون سره سم په ښوونځيوکې زده کړې کوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو سازمان يونسیف د انديښنې په زياتوالي ويلي، چې ورځ په ورځ اروپايي هېوادونو ته دماشومانو په ورتلو کې زياتوالی راځي او په دغه هېوادونوکې ماشومان د خپلو حقوقو څخه محروم پاتې کيږي.
په اروپايي هېوادونوکې د نورو هېوادونو څخه ورغلي او پناه غوښتونکي ماشومان په داسې چاپيریال او کلتور کې ساتل کيږي، چې هغه کلتور يواځې د اروپايي ټولنې د ماشومانو لپاره لازم ګرځول شوی دى.
که په اروپايي هېوادونوکې د اروپايي کلتور سره سم پناغوښتونکو ته تعليم دوام وکړي نو پنا اخستونکي ماشومان به خپل کلتور او مذهب له لاسه ورکړي، حال دا چې د ملګروملتونو د سازمان د اصولو له مخې هرماشوم حق لري، چې د خپل کلتور او مذهب په پيروۍ کې زده کړه وکړي .
خو په اروپا کې چې د بيلابيلو هېوادونو ماشومانو پناه اخیستې او غواړي په اروپايي هېوادونوکې د نامعلوم وخت لپاره پاتې شي، هر هېواد دخپل تعلمي نصاب په چوکات کې د خپلو ماشومانوسره يوځای ورته تعليم ورکوي، چې په دې حساب هغه څه، چې د اروپايي تعليمي نصاب له مخې اروپايي ماشومانو ته تدريس کيږي له نورو هېوادنو څخه ورغلو مسلمانو ماشومانو ته هم تدريس کيږي.
اروپا ته په ورغلو کډوالو کې تر سوريي وروسته افغان کډوال دي، چې د اروپا بيلابيلو هېوادونو ته ېې پنا وروړې ده او ياد ماشومان د لسو څخه تر شپاړسوکلونو تر عمر پوري دي، چې اروپايي ټولنه هم تر دې عمره پورې ماشومانو ته په اسانۍ سره په خپلو هېوادونوکې د اوسيدو اجازه ورکوي.
داچې په اروپايي هېوادونوکې د افغانستان يو نسل په پردي کلتور او پردي مذهب کې رالوی شي له دغه ځوان نسل څخه بيا د اسلاميت او افغانيت تمه په هيڅ صورت سره نه شي کيداى .
په اروپايي هېوادونوکې پنا اخستونکو ماشومانو ته روغتيايي اسانتياوي نه ورکول کيږي او که کومو ماشومانو ته لږ څه ورکړل شوي وي، هغه هم د اروپايي هيوادونو د خپلو ماشومانو نيمايي هم نه دي، خو د اروپايي کلتور او غربي ذهنيت تدريس ورته په مکمل ډول ورکول کيږي، چې تر کال ٢٠٢٥پورې به په اروپاکې پنا اخستونکي ماشومان په خپل کلتوراو خپل مذهب پاتې نه شي.
اروپاته تلونکى ځوان نسل به د جګړو لامل وي، چې په خپلو هېوادونوکې ورته د ژوند تيرولو زمينه نه ده برابره، خو زيات ځوانان د مرفوع ژوند لپاره اروپايي هېوادونو ته روان دي، چې په دواړو صورتونوکې اروپاته پناه وړونکی ځوان نسل په اسلاميت او افغانيت نه شي پاتې کيداى او ددې مسئوليت لومړی د وخت د بې کفايته واکمنو او بیا د کورنيو د مشرانو پر غاړه دی، چې په راتلونکې کې به ترې يوځوان نسل پردى شي، چې وروسته به ورته افغانی الاصله اروپايي وګړي ويل کيږي .

















