ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د تليفون خبر معتبر دى او که نه
پوښتنه : څو مسلمانانو که له يوه ښار څخه کوم چې (٣٩) ميله ليرې دى د تليفون له لارې د مياشتې ليدو خبر ورکړ او د هغوى آواز هم وپيژندل شو، نو شرعاً دا خبر معتبر دى او که نه؟.
ځواب : يوازې د تار او د تليفون خبر حجت نه دى، البته که چيرته له هغه سره نور قراين او خبرونه هم موجود وي بيا په هغه باندې عمل کول روا دي ([1]).
په دې باره کې په مسايل رفعت قاسمي کې داسې ليکل شوي :
پوښتنه : په رؤيت هلال (د مياشتې په ليدو) کې د تليفون شرعي حکم څه دى؟.
ځواب : په هغو ځايونو کې د کومو تعلق چې له خبر او اطلاع سره وي په هغو کې تليفون لره هم اعتبار شته دى، خو په کومو ځايونو کې چې شهادت او ګواهي مطلوبه وي هلته يوازې تليفون کافي نه ده، مخامخ حاضري ضروري ده، او په همداسې ځايونو کې په دې ډول تدبير باندې عمل کول پکار دي چې د دار القضاء يا د رؤيت هلال کميټۍ له لوري دې په مختلفو مهمو ځايونو کې داسې ذمه وار خلک وټاکل شي کوم چې د رؤيت هلال ګواهي اخلي او بيا د تليفون په ذريعه مرکز ته د دې خبر ورکوي، د خط، تار او د تليفون د خبر په سلسله کې د ندوة العلماء د تحقيقاتي مجلس پريکړه په لاندې ډول ده :
د تار، خط او تليفون خبر معتبر نه دى، هو ! که چيرته د يوه ځانګړي نظم له مخې له ډيرو ځايونو څخه خط او تليفون راشي او علماء ووايي چې په دې سره غالب ګمان پيدا کيدلاى شي نو په همدې بناء د علماؤ پريکړه قابل قبول ده ([2]).
کله چې له ډيرو ځايونو څخه يا له يوه داسې ښار څخه چيرته چې نوميالي علماء کرام او مفتيان وجود لري، د مختلفو خلکو دا خبر ترلاسه شي چې مونږ په خپله مياشت ليدلې ده، يا زمونږ د ښار قاضي، يا د هلال کميټۍ صدر (مشر) يا مفتي يا بل داسې کس کوم چې د اعتماد وړ وي شهادت واوريد او د مياشتې ليدو پريکړه يې وکړه.
او کله چې د داسې بيان ورکونکو شمير دومره زيات شي چې عقلاً د هغوى د دروغ ويلو کوم احتمال پاتې نشي او د خبر مستفيض په درجه کې راشي او د همدغو خبرونو د صحت يقين يا د غالب ګمان ځايي قاضي يا د هلال کميټۍ مشر يا معتمد کس ته ترلاسه شي، نو هغوى ته د اختر مياشتې د اعلان کولو حق هم حاصليږي، يو دوه تليفونونه کافي نه دي، او همدا د خط حکم هم دى ([3]).
مطلع په څومره فاصله کې بدليږي
پوښتنه : شرعاً په څومره فاصله کې د موجودو ښارونو مطلع يو ګڼل کيږي او په څومره ليرې والي کې بدليږي؟ او په کومو ښارونو يا هيوادونو کې چې مطلع يو وي او د مياشتې ليدو خبر صحي وي نو د همدغه رؤيت په خبر باندې د نورو ښارونو اوسيدونکي روژه نيولى او اختر کولاى شي او که نه؟.
ځواب : د يو زر ميله ليرې والي په اندازه مطلع بدليږي، که چيرته رؤيت په شرعي طريقه ثابت شي نو د روژې او اختر حکم دې وکړى شي او که داسې نه وي بيا دې نه کيږي ([4]).
که چيرته له کوم ليرې ښار څخه د مياشتې ليدلو خبر راشي
پوښتنه : که چيرته له کوم ليرې ښار څخه د مياشتې ليدلو خبر راشي نو دا معتبر دی او که نه؟
ځواب : که له هر څومره ليرې څخه خبر راشي معتبر دی، مثلا د برما خلکو مياشت نه ده ليدلې او د بمبيي يو کس د هغوی پر وړاندې د مياشتې ليدو ګواهي ورکړي نو پر هغوی د يوې روژې قضايي لازم ده، ها ! شرط دا ده چې خبر په داسې طريقه راشي چې په شريعت کې ور لره اعتبار وي، د تار (تليفون) خبر معتبر نه دی ([5]).
په شکمنه ورځ د روژې نيولو حکم
پوښتنه : د شک په ورځ د رمضان په نيت د روژې نيولو حکم څه دى؟ او که چيرته يو کس په همدغه نيت روژه ونيسي نو ماتول يې روا دي او که نه؟ همدارنګه که ماته يې کړي قضاء او کفاره پرې لازم دي او که نه؟.
ځواب : د شک په ورځ روژه نيول د رمضان په نيت ناروا، منهي عنه او مکروه تحريمي دي :
)عن ابي هريرة I عن النبي صلی الله علیه وسلم انه قال : لاتقدموا رمضان بصوم يوم او يومين الا رجل کان يصوم صوماً فليصم، وقال فی الدرالمختار : لو جزم ان يکون عن رمضان کره تحريماً، وفی ردالمحتار : کره تحريماً للتشبه باهل الکتاب لانهم زادوا فی صومهم وعليه حمل حديث النهی عن التقديم بصوم يوم او يومين بحر انتهی، وفي الجوهرة : فان صام يوم الشک بنية رمضان فلا خلاف بين العلماء انه لايجوز انتهی، وقال فی البحر : واختلفوا فی الصوم قال بعضهم يکره وياثم کذا فی الفتاوی الظهيرة انتهی، وقال فی المستخلص شرح الکنز ولايصام يوم الشک الا تطوعاً ثم قال اعلم ان هذه المسئلة علی وجوه احدها ان تصوم بنية رمضان وهو مکروه لما روينا ولانه تشبيه باهل الکتاب لانهم زادوا فی مدة صومهم ثم ان ظهر اليوم من رمضان يجزيه لانه شهد الشهر وصامه وان ظهر انه من شعبان کان تطوعاً لکن اساء بارتکاب المنهي عنه وان افطر لم يقضه لانه المظنون انتهي(.
شک نشته چې له ذکر شوي عبارت څخه روښانه او ښکاره هغه دا ده چې په همدغه ورځ باندې روژه نيول د رمضان په نيت سره ناروا دي او روژه لرونکى ګنهګار دى، نو بناء په همدې د ماتولو (خوړلو) په روا والي کې يې شک نشته ([6]).
د رؤيت هلال اعلان له راډيو څخه څه وخت معتبر دى
پوښتنه : د رمضان المبارک، د کوچني اختر يا د لوي اختر د مياشتې متعلق د راډيو خبر معتبر دى او که نه؟ راډيو که د هندوستان وي، که د پاکستان وي او که د عربو وي، د دې حکم څه دى؟ دا ځل سره له دې چې مطلع صاف وو خو بيا هم مياشت ونه ليدل شوه، خو په پاکستان او هندوستان کې په يو شمير سيمو کې مياشت ليدل شوې وه او د دې اعلان په راډيو باندې وشو، د دې منل او په دې روژه ماتول او اختر کول څرنګه دي؟.
ځواب : د شهادت په مجلس کې د شاهد حاضريدل ضروري دي، پس که د پرده له شا څخه آواز واوريدل شي نو شهادت نه قبليږي، لهذا په راډيو باندې چې کوم شهادت واوريدل شي هغه معتبر او قبول نه دى، نه له نږدې څخه او نه له ليرې څخه، يعنې نه له هندوستان څخه او نه له پاکستان څخه، نه له مصر څخه او نه له مکې مکرمې څخه، پس که چيرته په راډيو باندې کوم کس شهادت ورکوي چې ما مياشت ليدلې نو د هغه په شهادت باندې اختر کول صحي نه دي، ولو که همدغه شاهد ثقه او متدين وي، په راډيو باندې که چيرته دا ډول خبر راشي چې په فلانى سيمه کې مياشت ليدل شوې يا اختر دى نو دا خبر کافي نه ده، او که چيرته باقاعده شرعي شهادت ذمه وار خلک ترلاسه کړي، مثلا ً : شرعي قاضي، مسلمان وزير، د رؤيت هلال کميټۍ، جمعية العلماء، امارت شرعيه، کله يې چې وګړي علم لرونکي او د سنتو تابع وي او بيا د هغوى له لوري دا ډول اعلان وکړى شي چې زمونږ پر وړاندې د مياشتې ليدونکو ثقه شاهدانو ګواهي ورکړه او د هغوى په شهادت سره د مياشتې ليدل ومنل شول، لهذا اعلان کول کيږي چې په فلانى ورځ باندې اختر دى نو دا ډول اعلان د شک له ورځې سره برابر کله چې فضاء کړکيچنه وي معتبر دى، خواه که د هندوستان اعلان وي که د بل کوم ځاى وي، او په کوم ځاى کې چې د همدغه اعلان په وخت کې مياشت (٢٨) وي يا (٣١) وي هلته به دا اعلان نه منل کيږي، که مطلع صاف وو نو په دې صورت کې هم دا ډول يو دوه اعلانونه معتبر نه دي، تر څو چې د خبر مستفيض درجې ته ونه رسيږي.
په کومو صورتونو کې چې دا ډول اعلان معتبر دى په همدغو صورتونو کې هم عوامو ته بيړه او وړاندې تګ نه دى پکار، چې څرنګه اعلان واوري نو سمدستي دې روژه ماته کړي او د اختر جوړول دې پيل کړي، بلکې د اهل علم لوري ته دې رجوع وکړي، ځکه چې هغوى ديني حدود او قيود په پوره ډول پيژني، د همداسې اعلان لپاره ضروري نه ده چې اعلان کونکى به هم مقبول الشهادة وي، بلکې که چيرته د ذمه وار مقبول الشهادة له لوري راشي او غير مقبول الشهادة اعلان وکړي نو هم کافي دى، لکه څرنګه چې د منادي (آواز کونکي) حال دى، اميد دى چې په دې کې به ستاسو د ټولو پوښتنو ځواب پيدا شي ([7]).
([1]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج : ٦، ص : ٢٤٤، بحواله : الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، کتاب الصوم، ج : ٢، ص : ١٢٨.
([2]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ٤، ص : ٣٥، بحواله : جديد فقهي مسايل، ص : ٨٦ – ٨٩.
([3]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ٤، ص : ٣٥، بحواله : فتاوى رحيميه، ج : ٥، ص : ١٨٩.
([4]) فتاوى محموديه، ج : ١٠، ص : ٣٣ – ٣٤، بحواله : ردالمحتار، کتاب الصوم، مطلب اختلاف المطالع، ج : ٢، ص : ٣٩٣، بدائع الصنائع، کتاب الصوم، فصل في شرائطها، ج : ٢، ص : ٥٧٩.
([5]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٦٦.
([6]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج : ٦، ص : ٢٥٥، بحواله : ردالمحتار، کتاب الصوم، مطلب في صوم يوم الشک، ج : ٢، ص : ٣٨١، ردالمحتار، کتاب الصوم، ج : ٢، ص : ١٢٠، البحر الرائق، کتاب الصوم، ج : ٢، ص : ٢٨٥، مستخلص الحقائق شرح کنزالدقائق، کتاب الصوم، ج : ٢، ص : ٢٦٥.
([7]) فتاوى محموديه، ج : ١٠، ص : ٧٦ – ٧٧، بحواله : تبيين الحقائق، ج : ٥، ص : ١٦٠، کتاب الشهادة، وکذا في مجمع الانهر، ج : ٢، ص : ١٩١، کتاب الشهادة، فصل : يشهد بکل ما سمعه او راءه، وکذا في المحيط البرهاني، ج : ١٠، ص : ١٥٨، کتاب الشهادات، الفصل الاول في بيان تحمل الشهادة وحل ادائها والامتناع عن ذلک.


















