کابل ټکی کام ۰۲چنګاښ/۱۳۹۵، هلال خاورې
د هند په درو ایالتونو کې د یوې تندریزې برېښنا له کبله ۷۹ کسان وژل شوي دي.
خبري رسنیو د هندي چارواکو له قوله ویلي دي، چې دغه تندریزې برېښنا د دغه هېواد په درو ایالتونو (بیهار، جارکند او مدحیه) کې رامنځته شوي دي.
چارواکو ویلي دي، چې د دغې تندریزې برېښنا له کبله په بیهار کې ۵۳ کسان، په مدحیه پرادیش ایالت کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.
چارواکو وویل، چې په جارکند ایالت کې هم یو شمېر کسان وژل شوي دي، خو کره شمېره یې نه ده په ګوته کړې.
خبري رسنیو ته هندي چارواکو همدا راز ویلي دي، چې وژل شوي کسان ټول کروندګر وو.
د هند د جرمونو د ثبت ملي اداره وايي، چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې هر کال په دغه هېواد کې د تندریزې برېښنا له کبله شاوخوا ۲۰۰۰ کسان وژل کیږي.
په هند کې د تېرې سې شنبې پر ورځ ډېر شدید بارانونه وو.
په هند کې موسمي بارانونه ډېری وخت په جون او سپټمبر میاشتو کې وریږي، چې تندریزې برېښنا هم له دغو موسمي بارانونو سره تړلې وي.


















